محکمې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان ضد رایه ور کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د فرمان له مخې امریکا ته د ایران، عراق، یمن، لیبیا، سومالیا، سوریې او سوډان پر مسافرو او کډوالو بندیز لګېدلی.

د امریکا استیناف محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان ضد رایه ور کړه، چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو پر تګ او د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګېږي.

محکمې په خپل حکم سره د ډونلډ ټرمپ د دې فرمان د نه اجرا کېدو وخت غځولی دی.

په دې ډول اوس د ایران، عراق، یمن، لیبیا، سومالیا، سوریې او سوډان مسافر او کډوال چې باوري ویزه لري امریکا ته تللی شي.

د استیناف محکمې - چې یوه خورا ازاده فدراله محکمه بلل کېږی- دا رایه د ښاغلي ټرمپ لپاره سخته ناکامي بلل کېږي.

د محکمې په حکم کې راغلي، د حکومت وکیلانو پوره اسناد او دلیلونه وړاندې نه کړل، چې وښيي د دغه فرمان نه اجرا کېدل به "نه جبرانېدونکی تاوان" ولري.

* د ځانګړو ویزو لرونکي امریکا ته سفر کولای شي

* "د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر اوس غواړي دا دوسیه سترې محکمې ته واستوي.

ډونلډ ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي: "تاسو به په محکمه کې ووینم، زموږ د هېواد امنیت له خطر سره مخ دی".

د واشنګټن ایالت ډیموکراټ والي جي اېنسلي چې پر دغه فرمان یې اعتراض درلود، د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې ټویټ کړی دی. "ښاغلی ولسمشر موږ ته په محکمه کې ولیدلې او ماتې مو در کړه".

د امریکا په ولسي جرګه کې یو مهم ډیموکراټ مشر سټني هویر هم د محکمې د حکم هرکلی کړی دی.

هغه د بیانیې په خپرولو سره ویلي: "نن شپه د امریکا قضايي ادارې د ټرمپ حکومت ته د مسلمانانو پرضد د اساسي قانون د دې سرغړونې له امله رسماً سزا ور کړه".

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ټرمپ د دې حکم په ضد سترې محکمې ته دوسیه استول غواړي.

خو ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې دا حکم غندلی او ویلي یې دي چې د محکمې دا پرېکړه د امریکا امنیت ګواښي.

"دا سیاسي پرېکړه ده، موږ به دوی په محکمه کې ووینو".

ښاغلی ټرمپ اټکلوي، چې بالاخره به په اسانه پر دوی بریالی شي.

نوموړی د محکمې له دې پرېکړې مخکې هم پر بریالیتوب ډاډمن و.

د امریکا عدلیې وزارت هم د بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د استیناف محکمې د حکم په هکله "قانوني غوراوري" ارزوي.

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷ " له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي کول" په نوم فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د څلورو میاشتو لپاره د کډوالو تګ منع شو او امریکا ته د اوو هېوادونو د وګړو تګ هم محدود شو.

* ''امریکا ته پر تګ د بندیز لګولو قانوني واک لرم''

* د امریکا ځینې هوايي ډګرونو کې د ټرمپ د فرمان ضد مظاهرې

خو د واشنګتن په سیاټل کې یوه فدرال قاضي جیمز روبارټ د نوموړي فرمان وځنډاوه.

دا حکم د ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شو او ښاغلی روبارټ یې "په نوم قاضي" او حکم یې هم "ملنډه" وباله.

د امریکا عدلیې وزارت د ښاغلي ټرمپ له اړخه د استیناف فدرالې محکمې نهمې څانګې ته شکایت وکړ، چې سملاسي د کډوالو بندیز بیا پلی کړي.

خو دغې محکمې د یکشنبې په ورځ د دې بندیز سملاسي پلي کول رد او د د دې فرمان د ارزولو بهیر یې پیل کړ.

په پای کې یې ډونلډ ټرمپ د هیلو خلاف پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د فرمان په ځنډېدلو سره ډېر ایسار کسان امریکا ته ورسېدل.

ورته مطالب