د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه هند ته ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه هند ته ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوې

د نړۍ تر ټولو ډېر وزن لرونکې مصرۍ په هند کې درمنله کېږي.

دغه مصرۍ ایمان احمد عبدالعطي نومېږي او ویل کېږي، چې وزن یې ۵۰۰ کیلو ته رسېږي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ایمان د سکندریه ښار له برج العرب هوايي ډګره د بلډوزر په وسیله الوتکې ته لېږدول شوې او هند کې به د ایمان یو شمېر جراحي عملیات وشي.

ډاکټر مفضل لکډه والا چې د هند ممبۍ کې به د یو شمېر جراحي عملیاتو له لارې د ایمان درملنې هڅه کوي، وايي د ملګرو روغتیاپالانو یوې ډلې یې مصر کې له تېرو څو ورځو وراهیسې هغې ته دارو درمل ورکول، چې د اوږدې الوتنې پر مهال ورته کومه روغتیايي ستونزه جوړه نه شي.

د جنسي اړیکې د درد کمولو ساده لارې

"تر ټولو چاغه ښځه" خپل وزن له ۵۰۰ کیلو ګرامو ۵۰ کیلو ګرامو ته کموي

چاغوالى په انګلستان کې " د ښځو روغتیا لپاره ترټولو سترگواښ"

له دې مخکې قاهره کې د هند سفارت ایمان ته له دې کبله ویزا نه ورکوله، چې وايي نوموړې په یوازې سر د سفر وړتیا نه لري.

خو د ډاکټر له خوا په ټوېټر کې د پیغام له خپرېدلو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت خپله پرېکړه بدله کړه.

هغه مهال د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشماسوراج، چې خپله هم د پښتورګو جراحي عمیلاتو لپاره روغتون کې وه، سملاسي د ایمان مرستې ته رامخکې شوه او هغې ته یې د ویزې په ورکولو کې مرسته وکړه.

خو له هغه وروسته هند ته د ایمان لېږدول یوه ننګونه وه، چې اوس د ټورنټو سن خبري شبکې په وینا د مصر هوايي شرکت 'ایجیپت اير ' ویلي دوی دغه ۳۶ کلنه مېرمن د کارګو الوتکې له لارې هند ته لېږدولې ده.

۲۵ کاله په کټ کې

د ایمان کورنۍ په وینا نوموړې له ۲۵ کلونو راهیسې له کوره نه ده وتلې او ادعا کوي، چې د هغې وزن ۵۰۰ کیلوګرامه دی.

ایمان په هند کې هم له ګاډي تر روغتونه په بلډوزر کې لېږدول شوې.

روغتیا پالان وايي نوموړې د پښتورګو او معدې له یو شمېر ناروغیو کړیږي او د فلج له کبله یې ښی لاس او پښه غیر فعال دي، دویمه درجه ښکرې ناروغي لري او پرلپسې خبرې نه شي کولای.

د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.

د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.

کورنۍ یې وايي، چې له۱۱ کلنۍ راهیسې په لار تللی نه شي، ځکه یې وزن نور هم ډېر شو او اړه ده چې وښوییږي.

د دوی په خبره، ایمان له یوې قلبي حملې وروسته نوره له کټ پورته نه شوه او نه هم بیا له کور ووتله.

د انځور حقوق COURTESY: DR MUFFAZAL LAKDAWALA

له دې مخکې ډاکټر لکډاوالا ویلي و، چې د ایمان خور اکتوبر کې حال ورکړ او ده له دې کبله ورته د بسپنې ټولول پیل کړل، چې د ایمان کورنۍ بیوزله ده او نه شي کولای د ځانګړې الوتکې کرایه ورکړي.

که د هغې کورنۍ ادعا سمه وي، بیا به ایمان د نړۍ تر ټولو ډېر وزن لرونکې ژوندۍ ښځه شي، ځکه دا مهال د ګینیس بک اف ورلډ ریکاډ کې د امریکا متحدو ایالتونو د پاولین پوتر نوم لیکلی دی، چې ۲۹۲ کیلو وزن یې ۲۰۱۰ کال کې ثبت شوی دی.

اړونده مطالب