تېره اونۍ: د نړۍ مهمې پېښې تصویرونو کې

د تېرې اونۍ یو شمېر هغه تصویرونه دلته وړاندې کېږي، چې له مهمو خبري رپوټونو را اخیستل شوي.

د انځور حقوق Romeo Ranoco / Reuters
Image caption د فیلیپین پلازمېنه مانیلا کې پر یو شمېر کورونو اور ولګېد او اوسېدونکي یې بې کوره شول. په تصویر کې یو شمېر کسان لیدل کېږي، چې د لولپه شویو کورونو توکي لېږدوي.
د انځور حقوق Dinuka Liyanawatte / Reuters
Image caption د سریلانکا پلازمېنه کې د دغه هېواد خپلواکۍ کالیزې مراسمو کې د هوايي ځواک یو افسر لیدل کېږي، چې پر اوږه یې باز کښېنولی دی.
د انځور حقوق Omar Sobhani / Reuters
Image caption د افغانستان پلازمېنه کابل کې یوه ښځه لیدل کېږي، چې د درنو واورو منځ کې روانه ده. افغانستان او شاوخوا سیمه کې یې د درنو واورو اورېدو له کبله ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته او کابل هوايي ډګر هم تړل شوی و.
د انځور حقوق Hannelore Foerster / Getty Images
Image caption د جرمني فرانکفورت هنري ګالري نندراتون کې د رینې مارګریټ انځور ټریچري اف امیجیز لیدل کېږي
د انځور حقوق Jose Cabezas / Reuters
Image caption د السلواډور په الوکلټا ښار کې یو کارګر لیدل کېږي، چې بټۍ کې ښیښه ویلي کوي.
د انځور حقوق Kamil Krzaczynski / Reuters
Image caption په موقت ډول د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو د امریکا سفر بندیز له لغو کېدو وروسته د شکاګو اوهارې هوايي ډګر کې سوري کډوال د خپل مور، پلار له رسېدو وروسته هغوی ښکولوي
د انځور حقوق Valentyn Ogirenko / Reuters
Image caption د اوکراین پلازمېنه کئیف کې د فېشن اونۍ لپاره ماډل نجونې چمتوالی کوي
د انځور حقوق Nicolas Asfouri / AFP
Image caption د چین بیجینګ کې یوه ښځه د ډیزاینر پلورنځي کې د تصویر لپاره چمتووالی کوي
د انځور حقوق Maxim Shemetov / Reuters
Image caption .