څنګه چې سړی، هغسې یې سپی؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption یوه نوې څېړنه وایي، انسانان او سپي د یو بل پر چلند او خوی اغېز کولی شي.

یو متل دی، وایي (څنګه چې سړی، هغسې یې سپی). خو اوس ساینس پوهانو هم دا خبره په علمي توګه ثابته کړې ده.

یوه نوې څېړنه وایي، انسانان او سپي د یو بل پر چلند او خوی اغېز کولی شي. مطلب دا چې که د سپي څښتن خوشحاله او خندان کس وي، سپی به يې هم خوشاله وي.

دا څېړنه په اتریش کې ترسره شوې. څېړونکي وایي، یو سپی کولای شي د خپل څښتن د مثبتو یا منفي احساساتو تر اغېز لاندې راشي.

ویلا دیمیر پوتین د جاپانیانو سپی په ډالۍ ونه مانه

ولې هند کې ځینې کسان سپي وژني؟

که یې څښتن وارخطا وي، یا یې زړه تنګ وي، یا خپه وي، ډېره شونې ده چې سپی یې هم ورته خوی وکړي.

خو سپی کولای شي خپل څښتن ته یو خیر ور ورسوي. څېړونکي وایي، که سپی خوشحاله او ارامه وي، پر خپل څښتن هم مثبت اغېز کولی شي او له زړه تنګۍ او خپګانه یې را ایستلی شي.

په دې څېړنه کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو له خپلو سپیانو سره یو ځای برخه اخیستې ده.

د څېړنې پر وخت پر دوی بېلابېلې ازموینې ترسره شوي. لکه دا چې زړه یې په څومره سرعت درزېږي، او یا دا چې دوی د خطر پر وخت څه ډول غبرګون ښیي.

د انځور حقوق Brent N. Clarke
Image caption څېړونکي وایي، له پایلو څرګندېږي چې څښتن او سپی دواړه کولای شي د یو بل پر رواني حالت اغېز وکړي

په یوه بله ازموینه کې د دوی د خولې په لاړو کې د کارټیسول کچه لیدل شوې. په بدن کې د کارټیسولو شتون او کچه دا څرګندوي چې یو کس له رواني پلوه نارامه دی.

د څېړنې پر وخت د دغو کسانو خوی او کړه وړه راجستر شوي. لکه دا چې یو څوک څومره جنجالي دی، څومره هیله من دی، د خطر پر وخت څه کوي، ایا ډېر زړه خوري، که د حالاتو پروا نه کوي. ایا خبرې کوي که چوپه خوله کېناستل غوره ګني؟

له دې وروسته بیا څېړونکو د همدې کسانو د سپیو خوی او چلند ته پام کړی، او ټول اړونده مالومات یې ثبت کړي.

څېړونکي وایي، له پایلو څرګندېږي چې څښتن او سپی دواړه کولای شي د یو بل پر رواني حالت اغېز وکړي. البته دا اغېز د څښتن لخوا پر سپي ډېر ژور دی. داسې ښکاري چې دا پایله د څښتنانو خپله مشاهده هم سمه ثابتوي.

هغو کسانو چې په څېړنه کې برخه اخیستې وه، خپله هم مني چې رواني حالت یې پر سپیو هم اغېز کوي. دوی دا هم مني چې سپي یې د دوی کړو وړو ته ډېر پام کوي، هر څه په دقت سره څاري، د خپګان پر وخت چوپ ناست وي، او د خوشحالۍ پر وخت ساعتېري کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب