د شمالي کوريا د نوي توغندي ازموينه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شمالي کوريا د نوي توغندي ازموينه

د جاپان لومړي وزیر شېنزو ابې د شمالي کوریا لخوا د بېلېسټېک توغندیو وروستۍ ازموینه چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه ده یو نه زغموونکی کار بللی دی.

دا له هغه راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی دی لومړنۍ دغه ډول پېښه ده. ده دا عمل غندلی دی.

د سوېلي کوریا پوځ وايي د شمالي کوریا دغه توغندی د جاپان سمندر پر لور د ۵۰۰ کیلو مترو په شاوخوا کې وتوغېده. پنټګان وايي امکان نلري توغندی دې د امریکا خاورې ته د رسېدو وړتیا ولري.