ځانمرګي بريد د پاکستاني پولیسو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لاهور چاودنه کې نهه تنه وژل شوي

د پاکستان د لاهور ښار کې ځانمرګي بريد شوی چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

لاهور کې يوه چارواکي محمد عثمان له رسنيو سره په خبرو کې د ۱۳ تنو د وژل کېدو پخلی کړی چې درې په کې د پوليسو کارکوونکي دي. د نوموړي په وينا په چاودنه کې ۷۳ تنه ټپيان شوي چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.

دغه پېښه د لاهور مال روډ په چېرینګ کراس سیمه کې د دوشنبې (۱۳ فبروري) ماښام مهال رامنځته شوې ده.

له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت احرار د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د کوټې بريد- د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د بريد پړه منلې

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډله څوک دي؟

د بي بي سي د خبريال په وينا بريد د پنجاب اسمبلۍ سره نژدې شوې چې د نشه يي توکو په قانون کې د بدلون خلاف احتجاج کوونکی راټول شوي وو.

لاهور پولیس چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې پېښه کې د لاهور ترافیکو مرستیال مشر احمد مبین، یو بل افسر زاهد محمود ګوندل هم وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه پر پېښه خواشیني څرګنده کړې.

لومړي وزیر محمد نوازشریف ویلي دغه خواشینونکې پېښه کې لاهور په نښه شوی دي.

د پاکستاني پوځ مشر څارګرو ادارو ته امر کړی، چې له ملکي ادارو سره هره ممکنه مرسته وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب