د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل ناسکه ورور مالیزیا کې وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د سویلي کوریا سرچینو ویلي کیم جونګ نام ته په هوايي ډګر کې دوو ښځو زهر ورکړي

د سویلي کوریا او مالیزیا ځینو سرچینو ویلي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ناسکه ورور د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې وژل شوی دی.

کیم جونګ نام ۴۵ کلن و او نوموړی د مالیزیا پلازمېنې هوايي ډګر کې په نښه شوی دی.

کیم نام د شمالي کوریا پخواني مشر کیم جونګ ال مشر زوی و. د مالیزیا پولیسو رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې، چې له هوايي ډګره روغتون ته پر لاره مړ شوی کس کیم جونګ نام و.

د مالیزیا لومړي وزیر دفتر ویلي، د کیم جونګ نام مړی عدلي طب څانګې ته استول شوی دی.

د سویلي کوریا سرچینو ویلي کیم جونګ نام ته په هوايي ډګر کې دوو ښځو زهر ورکړي، خو دا معلومه نه ده، چې دغه دوې ښځې څوک وې. د کیم کورنۍ یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې کیم نام د زهرو له کبله وژل شوی دی.

نوموړی ۲۰۰۱ کال کې جعلي پاسپورټ سره جاپان ته د ننوتو پر مهال نیول شوی و.

نوموړي جاپاني پولیسو ته هغه مهال ویلي و، چې غوښتل یې د توکیو ډیزني لنډ وویني.

ویل کېږي له هغه وروسته نوموړی د پلار له پامه وغورځېد. ۲۰۱۱ کال کې د پلار له مړینې وروسته، چې کشر ورور یې واکمن شو، د نوموړی ډېر وخت په مکاو، چین او سنګاپور کې تېرېده.

کال کې جاپاني رسنیو د نوموړي له خولې داسې رپوټونه هم خپاره کړل، چې ګواکې هغه د وراثت واکمنۍ پلوي نه دی.

د انځور حقوق Alamy
Image caption کین جونګ نام په ۲۰۱۱ کال د توکیو ناریتای هوايي ډ؛ر کې چین ته تګ پرمهال

د مالیزیا د پولیسو یوه چارواکي فاضل احمد ویلي، د دغه هېواد د خبري رسنۍ د راپور پربنسټ "یوه ښځه د ښاغلي نام تر شا وه او الوتکې ته د پورته کېدو په تمه یې وه، د نام مخ یې په یوه لمده ټوټه وپوښه. بیا وروسته یوه سړي د مرستې غوښتنه وکړه، په هوايي ډګر کې د هرکلي اړوندې یوې مېرمنې مرسته ورسره وکړه".

تر اوسه مشکوک کس نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د مړه شوي سړي نوم کیم چول دی، چې د ۱۹۷۰ کال د جولای پر ۱۰مه زیږېدلی، خو پولیسو ویلي، مړ شوی سړی کیم جونګ نام نومېږي، چې د ۱۹۷۱ کال د مې پر ۱۰مه زیږېدلی.

پولیسو ویلي، د شمالي کوریا سفارت ته یې د هغه د مړینې خبر ورکړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیم جونګ نام له خپلې نیا سره - ۱۹۷۵
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کیم جونګ ایل کورنۍ. کیم جونګ نام د خپل پلار ترڅنګ - ۱۹۸۱ کال

اړونده مطالب

ورته مطالب