په ۱ ډالر واده

  • 15 فبروري 2017 - 27 سلواغه 1395
ولسن او ان میوتورا د انځور حقوق Aaltonen Jumba
Image caption ولسن او ان میوتورا د مینه والو په مرسته له یو ډالرې واده وروسته شاندار واده وکړ.

یوې کینیایۍ جوړې چې په یوه امریکايي ډالر یې واده کړی و د یو شمېر مینه والو له خوا ونازول شول چې د مینانو پر ورځ یې ورته د واده شانداره مراسم ونیول.

د دوی د لومړي اقتصادي واده خبر پر ټولینزو شبکو خورا ډېر خلک ځان ته ورمات کړل او یو شمېر کینیایانو د مرستې وړاندیز وکړ.

ولسن او ان میوتورا د واده پر ورځ عادي کالي اغوستي ول او د وسپنو دوې کړۍ یې یو بل ته په ګوته کړې.

د واده ۱۵۰ کاله پخوانۍ جامې پیدا شوې

د مینانو ورځ په کابل کې

کینیايي رسنیو د دوی د دوهم واده د لګښت اټکل ۳۵۰۰۰ امریکايي ډالره کړی چې د پلازمېنې نایروبي په یوه ګران بیعه تالار کې ترسره شو.

د انځور حقوق Aaltonen Jumba
Image caption دا ځل دوی موټر، ګلان او نور زینتي توکي درلودل.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر کینیا کې هم ورځ تر بلې ورځې د واده ګوتمۍ ګرانېږي.

نایروبي کې د بي بي سي خبریال پیټر موای وايي یو شمېر کینایانو بیا نیوکه کړې چې د دوی مینه والو ولې دغه پیسې دوی سره د نقدې مرستې پر ځای پر محفل ولګولې.

خو د "سلېک یوېنتس پلانر" غړی التونېن جومبا چې د مراسمو چارې یې پر غاړه وې وايي دوی سره مرسته شوې وه خو دا پیسې یې پر عاشقانه چارو ولګولې.

په لاهور کې د واده جامو نندارتون

"لس شل کاله چې نور هم تېر شي، موږ واده نه شو کولی"

Image caption د ولسن او ان میوتورا لومړي واده کې نه کېک و، نه ګلان او نه لوی مراسم.

ښاغلی جومبا وايي " له دوی سره هرچا هر ډول مرسته وکړه. په پټیو کې یو کور ورکړل شو، د عسل میاشت تابیا یې وشوه او د کاروبار د پیلولو لپاره د پیسو ژمنه هم ورسره وشوه. نو چې دا ټول وشول، ولې هغه واده ونه شي چې د هرچا ارمان وي".

ښاغلی جمبو وايي ګرانه ده چې ووايي څومره پیسې به په واده لګېدلې وي ځکه هر چا له خپل توان سره مرسته وکړه او پیسې پکې لاس په لاس نه شوې.

په هند کې لوی او جنجالي واده

۱۰۰ښځې: د پښتونخوا وږمه وايي په کم عمر کې واده د مرګ په څېر دی

اړونده مطالب