امریکا یو ځل بیا له ناټو سره پر کړو ژمنو د بیاکتنې خبره وکړه

  • 16 فبروري 2017 - 28 سلواغه 1395
د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا دفاع وزیر وايي، د ناټو نور غړي باید پوځي لګښت زیات کړي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، که د ناټو غړي هېوادونه خپل پوځي لګښت زیات نه کړي، نو واشنګټن به له دې تړون سره پر خپلو ژمنو بیا کتنه وکړي.

د ناټو ټلوالې لپاره د جنرال میټیس د پایلو ډانګ پییلي خو ناڅرګند خبرداري د دغه تړون په مرکزي دفتر کې د غړو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی.

نوموړي د ناټو د غړو هېوادونو لخوا په دې برخه کې د خپلې مالي ونډې په اړه د کړو ژمنو د نه پوره کولو له امله په ټینګار وویل، چې په دغه چلن کې باید بدلون راشي.

٫٫ دا یوه عادلانه غوښتنه ده، چې ټول هغه غړي چې د نړۍ په کچه د دفاع له دغه تر ټولو ښه نظامه برخمن کېږي، باید د ازادۍ د دفاع لپاره په دې برخه کې انډولیزه مالي برخه هم واخلي.٬٬

* د امریکا د ملي امنيت سلاکار استعفا

* د امریکا دفاع وزیر د ناټو پر اهمیت ټینګار کوي

جنرال میټیس د امریکا د ولسمشر دا خبره بیا تکرار کړه، چې د ناټو نور غړي باید ډېر پوځي لګښټ ور کړي او زیاته یې کړه، چې همدا په واشنګټن کې د سیاسي واقعیتونو هنداره ده.

"امریکايي مالیه ور کوونکي د لوېدیزو ارزښتونو د دفاع لپاره نور نامناسبه ونډه نشي ور کولی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا دفاع وزیر( له ښي لوري) هم د خپل امریکايي سیال خبره تایید کړه.

د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن هم د امریکايي سیال دا پغام غبرګ کړ.

٫٫ ښاغلي میټیس دا خبره روښانه کړې، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو زغم نور تمام شوی. برتانیې خپله د دوه سلنې ونډه پوره کړې او اوس موږ له امریکا سره په ګډه له خپلو نورو ایتلافیانو غواړو چې د دوه سلنې هدف په خپلو دفاعي پلانونو کې شامل کړي، چې له مخې به یې دا مالي پېټی د امریکا او اروپا تر منځ په لا منصفانه ډول ووېشل شي.

دا یو داسې بحث دی چې له تېرو ډېرو کلونو راهیسې را روان دی. خو د مالي ونډې د انډولیز وېش مسله اوس د روسیې د زیاتېدونکي ګواښ او په اروپا کې د اضافي امریکايي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو له امله لا مهمه شوې ده.

* پولنډ کې د امريکا او ناټو پوځي تمرينونه

* "د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران په دې هیله د دې ټولنې مرکز ته راغلي وو، چې له جنرال میټیس نه د لاسنیوي ډاډ تر لاسه کړي.

نوموړي په ټینګار وویل، چې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال که هر څه ویل شوي وي، خو امریکا، ناټو ته د نړیوال امنیت د خوندي کولو لپاره د یوه مهم بنسټ په توګه ګوري.

خو د خپلو ایتلافیانو تر غوږونو یې دا هم ور ورسوله، چې په ناټو کې به د امریکا د ونډې مسله د پخوا په څېر نه وي او د دې ټولنې اروپايي غړي باید نور جېبونو ته لاس کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مالي لګښت د زیاتولو خبره په داسې مهال ده، چې د روسیې په مقابل کې امریکا او ناټو په ختیزه اروپا کې خپل پوځ زیاتوي.

ورته مطالب