"جرمني کې پر عرب کډوالو د جنسي ځورونې تور دروغ دی"

جرمني پولیس د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیسو د دغو جرمونو د ثابتولو لپاره څېړنې کړي دي وايي ډا ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.

د جرمني پولیس وايي د هغو لویو ورځپاڼو خبرونه دورغ ثابت شوي چې څه موده وړاندې یې لیکلي ول چې یوشمېر عربان فرانکفورت ښار کې په ډله ییزې جنسي ځورونې سر شوي ول.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د جرمني د پولیسو پر هغې څېړنې راپور کښلی چې د نوي کال په شپه ادعا شوې کړنې یې څېړلې، هغه دا چې ګواکې عربو سړیو چې ډېری یې کډوال ول د فرانکفورت د ښار مرکز کې په کوڅو کې د ښځو په جنسي ځورونې لاس پورې کړی و.

جرمني کې د جنسي ځورونې یو تورن بې ګناه بلل شوی

جرمني کې 'د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان نه دی'

په داسې حال کې چې جرمني په سلګونو زره کډوالو ته غېږه پرانستله د بلد "Bild " ورځپاڼې راپور دغه هېواد کې ډېرې اندېښنې راوټوکولې. تر دغه وړاندې د نوي کال په شپه د جرمن کولن او نورو ښارونو کې هم ورته ادعاوې شوې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وروسته له دې چې د ۲۰۱۵ کال پر لومړۍ شپه د کډوالو له خوا د جنسي ځورونې راپورونه خپاره شول کولن ښار کې ګڼې مظاهرې وشوې.

خو اوس چې پولیسو د دغو جرمونو د ثابتولو لپاره څېړنې کړي دي وايي ډا ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.

خلکو او دوکاندارانو ویلي چې د نوي کال لمانځنه په سوله ییز ډول سره شوه او دوی ادعا شوې کړنې نه دي لیدلي.

بلد ورځپاڼې اوس له خپلې وېبپاڼې هغه کیسه ړنګه کړې او د وېبپاڼې یوه مسول مدیر یې د سه شنبې پر ورځ د خپلې کمپنۍ له کاره بخښنه غوښتې ده.

جرمني کې د سنتولو د بندیز ضد مظاهره وشوه

جرمني کې د کډوالو ضد مظاهره کونکو او پولیس تر منځ اخ و ډب

جرمني کې د پناه غوښتونکو او کډوالو په اړه خورا ډېر ناسم رپوټونه او اوازې خپرې شوې چې ډېر سیاسي درزونه یې واچول.

په داسې حال کې چې لومړۍ وزیره انګلا مېرکل د کډوالو د منلو پر کړي هوډ ولاړه وه، داسې خبرونو د خلکو تر منځ او په تېره بیا پر ټولنیزو شبکو عامه افکار د کډوالو پر ضد اړول.

د واشنګټن پوست په لیکنه تر ټولو لویې ادعاوې دا وې چې ګواکې د جرمني یوه له ترټولو زړې کلیسا ته د اوراچولو پرمهال د «الله اکبر» نارې اورېدل شوې وې، او یا هغه کډوال چې له لومړۍ وزیرې مېرکل سره سلفي عکس اخیستی و ترهګرۍ سره په تړاو تورن دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پناه غوښتونکو ښکېلوونکو خبرونو خپراوي ښی اړخي ګوندونو ته ښه پلمه په لاس ورکړه چې د کډوالۍ مخالفت وکړي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه ډېری داسې راپورونه د ټولنیزو شبکو له خوا خپاره شوي او یا د Breitbart په شان شعوري وېبپاڼو بړاس ورکړی.

په جنسي تېري د کډوالو او پناه غوښتونکو تورنول په جرمني کې عام شوی تور دی. د ۲۰۱۵ نوي کال په شپه ګونګوسې خپرې شوې چې د کډوالو لویو ډلو پر ښځو لاس اچولی چې د لږ شمېر چارواکو او رسنیو پام يې ځان ته ور واړوه.

شپږمیاشتې وروسته د جرمني له پولیسو په پټه اېستل شوي راپور کې ول چې ۱۲۰۰ ښځې د ۲۰۰۰ سړیو له خوا په بېلابېلو ښارونو کې ځورول شوې وې.

اسلامي دولت نومي ډلې ویلي، د برلین بازار کې برید دوی کړی

د برلین ایالتي ټاکنو کې د انګیلا میرکل ګوند درنه ماتې خوړلې

اړونده مطالب