'ننګرهار کې د داعش ډلې تر ۵۰ ډېر اورپکي وژل شوي'

داعش د انځور حقوق Empics
Image caption داعش ډلې ډیورند کرښې سره نژدې د ننګرهار ولسوالیو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

د افغان پوځ چارواکي وايي چې ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې پر وړاندې په ځمکني او هوايي عملیاتو کې د دغې ډلې تر ۵۰ ډېر وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار ولایت هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اصلي مرکزونه بلل کېږي او په تېرو څو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه په دغو سیمو کې د اورپکو د ځپلو لپاره پوځي عملیات کوي.

افغان چارواکي وايي چې د داعش ډلې دوه مهم مرکزونه یې له مینځه وړي دي.

-داعش ډلې ننګرهار کې له يوه کس سر پرې کړی-

'داعش د ننګرهار پچیراګام کې پر کورونو او پوستو بریدونه پیل کړي'

ننګرهار کې د داعش پر ضد -پوځي او هوايي- عمليات

ختیځ کې د سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا بي بي سي ته وویل چې اسلامي دولت نومې ډله په ځینو سیمو کې له ولسي وګړو د انساني سپر په ډول کار اخلي او د دوی د پوځي عملیاتو لپاره خنډ جوړوي.

خو د ده په وینا له دې ټولو سره یې د عملیاتو له پیل تراوسه د سمیع الله په نامه د یوه قومندان په ګډون ۵۲ داعشیان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي. د ښاغلي شیرن آقا په وینا تر اوسه یې لس کلي د داعش ډلې له شتونه پاکې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په عملیاتو کې له هوايي ځواکه هم مرسته غوښتل شوې.

قومي مشران او د سیمي اوسېدونکي د دولتي ځواکونو له پرمختګه خوشحاله دي.

بله خوا د ننګرهار چارواکي وايي تېره شپه یې د جلال آباد ښار شاوخوا سیمو کې چاڼیزو عملیاتو کې له داعش ډلې سره په تړاو ۱۲ کسان نیولي. په نیول شویو کې ویل کېږي د دغې ډلې د جلب او جذب مشر هم شته.

ډیورند کرښې سره نښتو د ننګرهار ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو وروسته دا وېره شته چې دغه ډله د ولایت مرکز کې خپل شتون ډېروي.

داعش ډلې پلازمېنې کابل کې څو ځلې لویې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کړي چې تېره اونۍ یې پر سترې محکمې د برید پړه هم پرغاړه واخیسته.

ننګرهار کې د 'داعش' راډیو فعالیت اندېښنې پارولي

ننګرهار کې -داعش ضد وسله وال- حکومتي لیکو ته لاړل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ننګرهار والي د داعش پر پلانونو غږېږي

اړونده مطالب