د پاکستان زیارت کې ځانمرګي برید، له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي

  • 16 فبروري 2017 - 28 سلواغه 1395
مرستندویان وايي کره شمېرې نه شي ویلای، خو لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ځايي روغتونونو ته لېږدولي دي

د پاکستان سند ایالت په سیون سیمه کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې چاودنه شوې.

سیون کې د ځايي پولیسو یوه افسر شبیر سیټهار بي بي سي ته ویلي، چې تر اوسه د ۸۰ کسانو مړینه تایید شوې، چې په وینا یې پولیس هم په کې شامل دي.

چارواکي وايي، پېښه کې تر ۲۵۰ کسانو پورې ټپیان شوي دي.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

بل لور ته د پاکستان پوځ رسنیزې ادارې ای ایس پي ار له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله د امنیتي ملحوظاتو له کبله تر نامعلومه مهاله تړل شوې ده.

د انځور حقوق TWITTER

لومړي وزیر نوازشریف دغه برید غندلی او له هغو ډلو سره یې د مبارزې ژمنه کړې، چې دغه برید یې کړی. نوموړی وايي:

'تېرې څو ورځې سختې وې، زه د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوم، خو دې سره دا هم وایم، چې موږ د دغسې بریدونو پایله کې نه ویشل کېږو او نه هم څوک کولای شي موږ وډار کړي.

د ' ایدهي خدمتونو' په نوم یوې خیریه موسسې مشر فیصل ایدهي ویلي، د سیون برید وژل شويو شمېر ۷۲ کسانو ته رسېدلی دي.

د نوموړي په خبره برید کې ۴۳ نارینه، ۹ ښځې او ۲۰ ماشومان شامل دي. د ښاغلي فیصل په خبره دا د هغو وژل شویو کسانو شمېر دی، چې د دوی امبولانسونو کې لېږدول شوي دي .

د ای ایس پي ار برید جنرال اصف غفور په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

'' د ترهګرۍ وروستي بریدونه د دښمن پر لمسون شوي، چې پټنځایونه یې افغانستان کې دي. موږ به له ځانه دفاع وکړو او ځواب به یې ورکړ. "

د سند ایالت اعلی وزیر ویلي د دومره لویې پېښې ټپیانو درملنې لپاره سیون ښار کې روغتون نه شته.

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان پوځ ویلي له افغانستان سره یې پوله تړلې ده

د پاکستاني طالبانو او پوځ تر منځ نښته کې د "۲۰ سرتېرو" د وژلو ادعا شوې

کرزی: پاکستان سره د نژدې کېدو هڅې مو ناکامې شوي

پېښور او مومندو ایجنسۍ ځانمرګي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

یو شمېر ټپیان د نژدې ښار حیدراباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي او ځینې نور بیا سیون ته نژدې بل ښار جامشورو ته هم ځینې ټپیان لېږدول شوي دي، چې دوه ساعته لرې پراته ښارونه دي.

د پوځي چارواکو په وینا یو شمېر سخت ټپیان به د سمندري ځواک هغو چورلکو کې د ایالت نورو روغتونونو ته ولېږدول شي، چې شپه کې د الوت وړتیا لري.

سیون د سند ایالت په جامشورو ولسوالۍ کې پروت کوچنۍ ښار دی، چې دغه مشهور زیارت په کې دي.

دغه زیارت کې د پنجشنبې پر ورځو معمولاً ډېره ګڼه ګوڼه وي او د پاکستان له لر او بره ورته خلک ورځي.

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي ار ویلي، د چاودنې ټپیانو درملنې لپاره یې روغتیا پالان سیمې ته استولي دي.

بل لور ته د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوه له قوله ویل شوي، چې وايي 'د ولس د وینې هر څاڅکې غچ به واخیستل شي. '

د انځور حقوق Reuters
Image caption قمر جاوید باجوه ویلي، د خپل ولس د وینې هر څاڅکې غچ به واخلي

نوموړي زیاته کړې 'له دې وروسته به له هېچا سره نرمي و نه شي. '

د سیون ځايي پولیس وايي دا یو ځانمرګي برید و.

پولیس وايي ځانمرګی هغه مهال د زیارت له زرینې دروازې زیارت ته ننوت او په ځان پورې تړلي باروت یې داسې حال کې وچوول، چې زیارت کې ډېره ګڼه ګوڼه وه.

په دغه مشهور زیارت کې د نن ورځې برید پاکستان کې تېرې یوې اونۍ کې د خونړیو بریدونو د لړۍ وروستی هغه و. له دې مخکې پرون مومندو ایجنسۍ او پېښور ښار کې ځانمرګي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې وه.

اړونده مطالب