د اوکراین ختیځ کې ښکېل اړخونه پر اوربند سلا شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکلې ده، دواړه لوري روانه اونۍ کې د جګړې له لومړۍ کرښې خپلې درنې وسلې هم شاته کړي.

په اوکراین کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ په مونیخ کې له هوکړې وروسته ټاکلې ده چې له څو ورځو خونړۍ جګړې وروسته په جګړه ځپلي ختیځ کې اوربند وشي.

د اوکراین ختیځ کې حکومتي ځواکونه او روس پلوه بېلتونپال وسلوال پرلپسې له اوربند سرغړوي او دا هغه څه دي چې څارونکي د نوي اوربند دوام ته هم ډېر هیله من نه دي.

تېرو ۳۰ میاشتو کې نږدې هره ورځ د جګړې کرښه کې نښتې شوې، خو د روان کال له لومړیو راهیسې دا نښتې نورې هم زیاتې شوې دي.

* د اوکراین لپاره د سولې پلان جوړیږي

* اروپايي مشران د اوکراین د سولې په لټه کې دي

د اوکراین چارواکي وايي، د دې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې یې دوه سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي دي.

اوس د نوي اوربند په پیلېدلو سره ټاکلې ده، دواړه لوري په دې اونۍ کې د جګړې له لومړۍ کرښې خپلې درنې وسلې شا ته کړي.

خو یوې سرچینې چې په مونیخ امنیت غونډه کې یې ګډون درلود، بي بي سي ته ویلي، چې د تېرو ورځو خبرو کې هم د سیاسي حل لارې موندلو لپاره کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښکېل اړخونه د مونیخ امنیت غونډې په اوږدو کې پر اوربند سلا شول.

اړونده مطالب