د موصل جګړې لا زور اخیستی دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موصل جګړې لا زور اخیستی دی

د عراق حکومتي ځواکونو په لوېدیځ موصل کې عملیاتو ته زور ورکړی. دغه ښار په عراق کې د اسلامې دولت نومې ډلې تر ټولو لوی مرکز دی. د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس د عراقي امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه بغداد ته ورغلی.

پرون عراقي پوځ یو څو کلي نیولي. دغه تازه انځورونه د بي بي سي د منځني ختیځ خبریال سمرویل او د هغه عکاس نیک میلارډ اخیستي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلي. دوی د ټلویزیون یوازیني خبریالان دي چې له عراقي ځواکونو سره مله دي.