یمن کې د ژوند ژغورلو لپاره د میلیارد ډالرو غوښتنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یمن کې د ژوند ژغورلو لپاره د میلیارد ډالرو غوښتنه

ملګرو ملتونو تر یو میلیارډ لا زیاتو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې چې په یمن کې د میلیونونو کسانو ژوند چې له لوږې سره مخ دي، وژغوري. په دغه هېواد کې د حکومت ملاتړي ځواکونه چې د سعودي ائتلاف یې مشري کوي د ۲۰۱۵ کال را پدېخوا له حوثي یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.

د سرې بحيرې بندر ته د مرستو لېږنه ځکه له ستونزو سره مخ شوې چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف الوتکو دغه بندر بمبار کړی.