ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی ناڅاپي ومړ

چورکین د انځور حقوق Getty Images

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین یوه ورځ وړاندې تر ۶۵ کلنۍ ومړ. د رپوټونو پر بنسټ ښاغلی چورکین نیویارک کې د کار پر وخت یو ناڅاپې مړ شوی دی.

د ښاغلي چورکین مرستیال ولادیمیر سافرونکو اسوشیېټد پریس ته ویلي چې د چورکین حالت په دفتر کې یو دم خراب شو او دوی روغتون ته ولېږداوه چې همالته یې ساه ورکړه. د ښاغلي چورکین د مړینې لامل نه دی اعلان شوی.

روسیه د سفیر وژلو په تړاو ترکیې ته څېړونکي استوي

روسیې لخوا د امریکایي او غربي دیپلوماتانو 'ځورونه' ډېره شوې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دغه "وتلی ژبپوه" خپل "فوق العاده استازی" بللی خو د ده د مړینې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

ښاغلی چورکین له ۲۰۰۶ کال راهیسې ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی و. تر هغه وړاندې ښاغلی چورکین د روسیې بهرنیو چارو وزارت کې، له ۱۹۹۸تر۲۰۰۳ کال کاناډا کې د روسیې سفیر او له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۸ بلجیم کې د روسیې سفیر و. دی له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۴ کال پورې د پخواني یوګوسلاویا په اړه اخبرو اترو کې د روسیې ځانګړی استازی و.

غږ له روسي سفیر سره ځانګړې مرکه

روسيې په افغانستان کې د کودتا راپورونه رد کړل