هربرټ مک مسټر د ټرمپ د ملي امنیت نوی سلاکار ټاکل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption هربرټ مک مسټر افغانستان او عراق کې د امریکا پوځ کې کاري مخینه لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ جنرال هربرټ ریمونډ مک مسټر د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه ټاکلی. د ملي امنیت مخکیني سلاکار مایکل فلین وروستیو کې واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د اړیکو له ډاګیزه کېدا وروسته استعفا ته اړ شو.

هربرټ مک مسټر افغانستان او عراق کې د امریکا پوځ کې کاري مخینه لري. نوموړي په دغو هېوادونو کې د "فساد ضد" یوه دولتي پروګرام په برخه کې همکاري هم کوله.

ډونلډ ټرمپ د ښاغلي مک مسټر تر غوره کولو وروسته هغه یو "مناسب او د لویې تجربې لرونکی" سړی وباله. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "پوځ کې ټول هغه ته ډېر درناوی کوي".

پر نوې دنده د جنرال مک مسټر له ټاکل کېدا سره به د کیت کلاګ د نوي سلاکار د دندې له پیلولو پورې د جنرال مک مسټر د دفتر د مشرۍ دنده پرغاړه ولري.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

جمهوريپالو له روسیې سره د ټرمپ ملي امنیت سلاکار د اړیکو په اړه پراخه پلټنه غوښتې

ټرمپ: مایکل فلين هغه څه کړي، چې 'غیر قانوني نه دي'

څو ورځې وړاندې د سمندري ځواکونو یوه قومندان رابرټ هاوارډ د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د پوست وړاندیز رد کړ.

جمهوریپال سناتور جان مکین ددغه نوې ګومارنې په اړه لیکلي: "جنرال مک مسټر د ملي امنیت د سلاکار د دندې لپاره مناسب کس دی. زه له هغه سره د اوږدمهاله پېژندګلوۍ ویاړ لرم، له فکري اړخه، هغه یو پیاوړی سړی دی. "

د بي بي سي خبریالان وايي، مک مسټر په ډاګیزو خبرو شهرت لري. "ټایم" مجلې هغه د ۲۰۱۴ کال د ۱۰۰ غوره کسانو په نوملړ کې راوستلی او لیکلي یې دي.

ښاغلی مک مسټر د دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر نه د مننې په ترڅ کې وویل: "غواړم ووایم خپل هېواد ته د خدمت دوام لوی ویاړ دی چې له دې کبله له تاسې مننه کوم. "

"زه په لېوالتیا د ملي امنیت له ډلې سره د یوځای کېدو په تمه یم او د امریکا د خلکو د ساتنې لپاره هرکار ته چمتو یم".

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار پوست له جګپوړو دولتي څوکیو ګڼل کېږي.

د ملي امنیت سلاکار به د ملي امنیت شوار ناستو کې ګډون کوي او د بېلابېلو دولتي ارګانونو ترمنځ به د منځګړي رول لوبوي.

هغه د ولسمشر له خوا مستقیماً ټاکل کېږي او د کابینې د غړو برعکس د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.

ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

جنرال مایکل فلین ته د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز

د انځور حقوق Reuters
Image caption مایکل فلین د ملي امنیت د سلاکار دنده کې له درو اونیو کار وروسته استعفا ته اړایستل شو

ورته مطالب