'تي خوري ماشوم د سرطان ناروغۍ تشخیص کې مرسته وکړه'

د انځور حقوق SARAH BOYLE
Image caption سارا زیاتوي: "کله به چې ما د تي ورکولو هڅه وکړه، هغه به پښې او لاسونه وهل او له تي به یې مخ واړاوه او زه به یې وهلم. د اتو میاشتو ماشوم دا کار د مور لپاره زړه ماتوونکې ده".

په بریتانیا کې یوه مور وايي، د شپږو میاشتو زوی یې د تیو (سینې) سرطان په مشخصولو کې هغه مهال همکاري وکړه، چې له تي رودلو یې مخ واړاوه او د دې "ژوند یې وژغوره".

د انګلستان سټیفورډ شایر اوسېدونکې ۲۶ کلنې سارا بوایل بي بي سي ته وویل، کله یې چې خپل شپږ میاشتني زوی ته د ښي تي ورکولو هوډ وکړ، هغه له تي رودلو انکار وکړ.

سارا وايي "اوس هغه یو کلن دی، د ګرمۍ موسم کې کله چې هغه د شپږو میاشتو و، په ښه توګه به یې تی روده، ناڅاپه یې یوه ورځ د تي له رودلو انکار وکړ. "

دا وايي، خپل بچي ته یې له بېلابېلو لارو د خپلو شیدو ورکولو هڅه وکړه، خو راضي یې نه شوای کړی.

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: 'زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی'

افغانستان کې د سینې سرطان سره د مبارزې کمپاین

افغانستان کې هرکال د سینې په سرطان ۱۷۰۰ اخته میندې مري

سارا زیاتوي: "کله به چې ما د تي ورکولو هڅه وکړه، هغه به پښې او لاسونه وهل او له تي به یې مخ واړاوه او زه به یې وهلم. د اتو میاشتو ماشوم دا کار د مور لپاره زړه ماتوونکې ده".

دغه مور اوسمهال تر درملنې لاندې ده.

د انځور حقوق SARAH BOYLE
Image caption سارا وايي، زوی یې ټیډي وښوده چې ''یوڅه ناسم دي''

اغلې بوایل زیاتوي، اوس یې چې زوی یو کلن دی، رویه یې هم ښه شوې او تي روي، د هغه دا کړه وړه تېر اوړی بدل شول.

اوس ټیډي په بېلابېلو طرقو تی روي.

په ۲۰۱۳ کال د سارا په ښي تي کې سرطان وموندل شو. دا وايي "زما په یاد دي، د نومبر پر ۱۶مه، غرمه ۱۱:۵۵ بجې وې چې ډاکټر راته وویل، په سرطان اخته شوې یې. دا د ۲۰۱۳ کال خبره ده".

سارا وايي، د ښي تي اندازه یې هم بدله شوې وه.

دا وايي "هېڅوک دا باور نه شي کولای چې دا کار د ټیډي په برکت وشو، خو زه پوهېږم که دا کار هغه نه وای کړی، نو راتلونکی کال به زما لپاره بیخي بېل کال و، هغه هم داسې مهال چې ډاکټر ته مې غوږ نه وای نیولی، خو پرځای یې ما ټیډي ته غوږ ونیو. "

نړۍ د سرطان له "وژونکې څپې" سره مخامخ ده

سرطان ناروغي د شتمن او بې وزله توپیر نه کوي

سبزیجات د خولې د سرطان مخه نیولی شي

دا زیاتوي: "نن د ټیډي په برکت زما درملنه روانه ده".

د سینې سرطان ناروغۍ متخصصه نرسه کیترین پریسټلي وايي، دوی له "کمو ښځو" اورېدلي چې د سرطان له مشخصېدو وړاندې یې بچیانو له تي رودلو انکار کړی.

د مور له شیدو رودلو مخ اړول ډېر لاملونه لري.

د بریتانیا د سرطان څېړنو مرکز د روغتیايي معلوماتو مشره ډاکټره جاسمین جسټ وايي، داسې سم ثبوتونه نه شته چې ګني په سختۍ د تي رودلو لامل دې د سینې سرطان ناروغي وي یا دا چې ناروغي دې د مور شیدې بدلې کړي او ماشوم دې له تي رودلو انکار وکړي".

د انځور حقوق SARAH BOYLE
Image caption سارا وايي، د ښي تي اندازه یې هم بدله شوې وه.

ورته مطالب