تهران کې امنیتي ملحوظاتو له کبله د ډرون لپاره جواز اخیستل اړین بلل شوي

ډرون د انځور حقوق PA

ایراني چارواکو تېرو اوونیو کې د ډرون په تړاو د ډزو لږ تر لږه دوو پېښو وروسته پلازمېنه تهران کې د شخصي ډرون الوتکو پر الوت بندیز لګولی.

د ایران پوځي چارواکي وايي، د ډرون کاروولو جواز به د اشخاصو پر ځای اړوند ادارو ته ورکول کېږي.

چارواکي وايي دا وروستیو کې د هغو ډرون الوتکو له کبله د خبرداري زنګونه کړنګول شوي، چې د مهمو مرکزونو پر لور یې الوت کاوه.

تهران کې د ډرون استعمال په ډېرېدو دی، خو ګڼ ځايي اوسېدونکي یې له کبله ناخوښ هم دي.

د پاسدران انقلاب مرستیال مشر علي رضا ویلي:

"ډرون کمرې لري او پر مهمو تاسیساتو د پاسه الوتنې کوي، ویډیو ثبتوي او کېدای شي دا دښمنانو ته ګټه وکړي، دغه ډرون الوتکې د امنیت لپاره یو ګواښ دی.''

ډسمبر میاشت کې یوه ډرون الوتکه هغه مهال وویشتل شوه، چې هغې سیمې ته ننوته چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه د استوګنځي په ګډون یو شمېر مهم چارواکي په کې کورونه او دفترونه لري.

رپوټونه وايي، دغه ډرون د دولتي ټلویزیون اړوند و او د یوه مستند ثبتولو لپاره الوځول شوی و.

یوه بله پېښه جنورۍ کې رامنځته شوه، چې خاتم الانبیا نومي دافع هوايي ځواک د تهران منځ کې یو ډرون په نښه کړ. هغه پېښه کې ډرون و نه غورځېد.

ایراني چارواکي وايي د ټولو ډرون الوتکو لپاره جواز اړین دی او دغه جواز به اشخاصو ته نه ورکول کېږي.

ورته مطالب