الهام عليوف ولې خپله مېرمن مهربان د ولسمشر مرستیاله ټاکلې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مهربان عارف قزي علیوف د اذربایجان د یوې ډېرې نفوذ لرونکې "پاشایف" کورنۍ او د پارلمان غړې ده، چې د حیدر علیوف د بنسټ مشري هم پرغاړه لري.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف خپله مېرمن مهربان د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکلې ده.

دې ټاکنې ته پر واک د عليوف د کورنۍ د منګولو ټینګولو په سترګه کتل شوي. تېر کال د ولسمشر د مرستیال پوست د اذربایجان د اساسی قانون د بدلولو ټولپوښتنې په پایله کې رامنځ ته شو او د ولسمشر کاري پړاو پنځو کلونو ته وغځول شو.

مهربان عارف قزي علیوف د اذربایجان د یوې ډېرې نفوذ لرونکې "پاشایف" کورنۍ او د پارلمان غړې ده، چې د حیدر علیوف د بنسټ مشري هم پرغاړه لري.

اذربایجانۍ په درې کلونو کې د ورېښمو پر پاڼو قران لیکلی

اذربايجان: عليوف د ټاکنو ګټلو ادعا کړې

د امریکا د هغو ډیپلوماتیکو اسنادو پربنسټ، چې "ویکیلیکس" وېبپاڼې تېر کال افشا کړل، "مهربان علیوا" پردې سربېره چې د پارلمان غړې ده، لږ سیاسي تجربه او پوهه لري. هغه په لوکس ژوند مشهوره ده:

د انځور حقوق AP
Image caption الهام علیوف او مېرمن یې مهربان بریتانیا ته د ۲۰۰۹ کال د سفر پرمهال

"ښکاري چې د ولسمشر مېرمن مهربان علیوا له اذربایجان نه بهر د ښکلا ډېر جراحي عملیات کړي، او داسې جامې اغوندي چې ان په لوېدیځه نړۍ کې هم تحریکوونکې ګڼل کېږي".

۵۲ کلنه مهربان علیوا د سترګو برخه کې ډاکټري لوستې.

د هغې مېړه الهام علیوف په ۲۰۰۳ کال د اذربایجان ولسمشر شو. نوموړی وروسته تر هغه د خپل پلار حیدر عليوف ځای ناستی شو، چې پلار یې د سختې ناروغۍ له کبله د ولسمشرۍ څوکۍ پرېښودو ته اړ شو، هغه مهال یې چې زوی لومړی وزیر و، د "نوي اذربایجان ګوند" له خوا ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازېنی کاندید معرفي شو.

له هغه مهاله تر اوسه الهام علیوف درې ځلې ولسمشریزې ټاکنې په غوڅ اکثریت ګټلې دي.

د عکسونو البوم: اذربایجان کې لاریونونه

د الهام علیوف پلار حیدر علیوف د پخواني شوروي اتحاد پرمهال د KGB د امنیتي سازمان د اذربایجان د څانګې مشر و او د پخواني شوروي د واکمنۍ پرمهال هېڅ اذري سیاستوال د هغه سیاسي مقام ته ونه شوای رسېدلی.

د ولسمشر میخاییل ګورباچوف په مشرۍ کې د حیدر علیوف د بخت ستوری ولوېد؛ ځکه چې ګورباچوف هم د هغه له سیاسي لیدلوري سره مخاف و او هم یې هغه په مالي فساد تورن کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "ښکاري چې د ولسمشر مېرمن مهربان علیوا له اذربایجان نه بهر د ښکلا ډېر جراحي عملیات کړي، او داسې جامې اغوندي چې ان په لوېدیځه نړۍ کې هم تحریکوونکې ګڼل کېږي".

خو له واکه د ګورباچوف له لیرې کېدا او د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو وروسته، حیدر علیوف یوځل بیا د اذربایجان ولسمشرۍ ته په رسېدو یو پیاوړی شخصیت شو، چې له ۱۹۹۳ کال راهیسې ده او زوی یې واک پخپله کورنۍ پورې محدود کړی دی.

د نوموړي ملاتړي په دې باور دي چې علیوف د اذربایجان بې وزلی هېواد پر یوه تولیدوونکي هغه بدل کړ، انرژي یې ډېره او تېل یې اروپا ته صادر کړل. خو مخالفان یې بیا حیدر علیوف او الهام علیوف په دیکتاتورۍ، له واکه په ناوړه ګټې اخیستو او مالي فساد تورنوي؛ د دوی پر ډېر لوکس ژوند نیوکه کوي او وايي د علیفو کورنۍ د هر مخالف غږ له منځه وړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب