مکسیکو د امریکا نوې سرحدي تګلاره رد کړه

لوئیس ویدگارای د انځور حقوق AP
Image caption د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد به یې نړیوالو سازمونو مخه کړي

مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې لارښوونې غندلي چې له مخې یې نژدې ټول ناقانونه کډوال د ویستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په نویو لارښوونو کې هغه کسان هم مکسیکو ته استول کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ان که هغوی د مکسیکو وګړي هم نه وي.

خو د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر لوییس ویدېګاراي وایي؛ ددوی هېواد نشي کولی "یو اړخیزې پرېکړې ومني چې یو حکومت یې پر بل حکومت تحمیل کړي."

په دې کې د امریکا کډوالۍ او ملیت قانون د ځینو بندونو عملي کول راځي چې چارواکو ته اجازه ورکوي هغه کډوال چې اسناد نه لري پرته له دې چې د هغوی ملیت ته وګوري، مکسیکو ته یې واستوي.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا امریکا ددې اجازه لري کنه چې مکسیکو اړ کړي دا بهرني کډوال ومني.

+ امریکا د غیر قانوني کډوالو شړلو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې

+ مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو

خو ښاغلي ویدیګارای د چهارشنبې په ورځ وویل: "موږ به دا ونه منو، ځکه چې ددې کار کولو ته اړ نه یو او د مکسیکو په ګټه هم نه ده."

هغه همداراز د مکسیکو له اتباعو سره د امریکا د چلند څرنګوالي په اړه خبرداری ورکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا و مکسیکو پوله

"د مکسیکو دولت به نړیوالو سازمانونو ته د مراجعې په لړ کې، له ملګرو ملتونو پیل وکړي ترڅو په بهر کې د اوسېدونکو مکسیکویانو لپاره د نړیوالو قوانیونو له مخې د بشر له حقونو، ازادیو او سمو قانوني رویو دفاع وکړي."

دا داسې مهال ده چې لوړپوړي امریکایي چارواکي پر موضوع د بحث لپاره اوسمهال په مکسیکو کې دي.

په پام کې ده د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د کورني امنیت رییس جان کېلي د مکسیکو له ولسمشر انریک پینانیتو سره خبرې وکړي او د نویو مقرراتو په اړه معلومات ورکړي. دا خبرې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترټولو ډېرې ترینګلې کچې ته رسېدلې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د چهارشنبې په ورځ وویل؛ د "ډېرو ښو خبرو اترو" تمه لري.

اټکل کېږي چې نژدې ۱۱ میلیونه کسان په امریکا کې له اسنادو پرته ژوند کوي چې ډېر ېې د مکسیکو وګړي دي. د کډوالۍ او د پولې کنټرول مساله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اصلي پروګرامونو دي.

+ د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي

+له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر

بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ د اتو کلونو په لړ کې، د امریکا د کډوالۍ ادارې ته دنده ورکړې وه چې ترډېره د هغو ناقانونه کډوالو پر ویستلو یې پام وي چې د جدي جرمونو له امله محکوم شوي یا په دې وروستیو کې د امریکا په پولو کې (دغه هېواد ته د ننوتلو غیرقانوني هڅو په لړ کې) نیول شوي دي.

خو ډونلډ ټرمپ له نوې مصوبې سره شرایط سخت کړي او د نویو لارښوونو د منځپانګې پر بنسټ چې د کورني امنیت ادارې خپاره کړي، د امریکا په ټولو برخو کې به د نژدې ټولو غیرقانوني کډوال ویستل د لومړیتوب په توګه تعقیب شي.

د انځور حقوق Reuters

د نوي فرمان له مخې که یو ناقانونه کډوال د یوه معمولي تخلف په تور ونیول شي، حتی که ګنګار هم نه وي، کېدای شي د کډوالۍ قانون د پښو لاندې کولو په جرم له امریکا بهر واستول شي.

د نویو لارښوونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ ادارې چارواکي اختیار لري هر غیر قانوني کډوال چې نیول کېږي او هلته یې تر دوو کلونو کم ژوند کړی وي د محکمې له حکم پرته وباسي.

همداراز که والدین خپل اولادونه په غیرقانوني ډول امریکا ته راولي کېدای شي تر قانوني تعقیب لاندې راوستل شي.

پر نویو لارښوونو د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي؛ اوسمهال په پام کې نه لري چې د ناقانون کډوالو د نیولو لپاره عملیات وکړي او په ډله ییزه توګه یې له دغه هېواده وباسي، ځکه چې اوس ورته کافي سرچینې او وخت نه لري.

نوي فرمان کې هغه ۷۵۰ زره کسان نه راځي چې په ماشومتوب کې په غیرقانوني ډول امریکا ته راغلي.

د "امریکا مدني آزادیو ټولنې" غیردولتي ادارې د یوې وینا په ترڅ کې ددغو نویو لارښوونو د غندلو ترڅنګ د هغې قانوني والی او اخلاقي مشروعیت تر پوښتنې لاندې وړی او ژمنه یې کړې ده چې هغه به په محکمه کې وننګوي.

ورته مطالب