د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ

Kadın subaylar د انځور حقوق Tsk

د ترکیې پوځ پر حجاب د تاریخي بندیز له مینځه وړل د هغو اصلاحاتو یوه برخه ده چې د ترکیې د دفاع وزارت په امر پلي کېږي.

د ترکیې د رسمي خبري سرچینو په وینا د دغه بندیز لېرې کول د پوځ پر بېلابېلو څانګو او رتبو د تطبیق وړ دی.

د ترکیې د صباح ورځپاڼې په لیکنه د نوې پرېکړې پر بنسټ به ښځې وکړی شي تر پوځي خولۍ لاندې د یونیفورم همرنګی پوړنی پر سر کړي.

ترکیې د ښځینه پولیسو پر حجاب بندیز لیرې کړ

د ترکیې د پارلمان مشر- باید پر اسلامي اساسي قانون تکیه وشي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لسګونه کاله کېږي چې د ترکیې پوځ کې حجاب ممنوع دی.

د ترکیې اساسي قانون سره سم چې د عصري ترکیې د بنسټ اېښودونکي مصطفی کمال اتاترک په وخت کې جوړ شوی په سازمانونو او عمومي بنسټونو کې د حجاب پر سر کول منع و.

خو څو کاله وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د دغه هېواد په ډېرو برخو دغه بندیز لېرې کړی.

ترکي ښوونځیو ته د عربي الفبې ستنېدل

د سوريي او ترکیي تر منځ اړیکي

اړونده مطالب