د امنیتي ادارو پر وړاندې پوښتنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برتانوی ځانمرګی، د امنیتي ادارو پر وړاندې پوښتنې

له اسلامي دولت نومې ډلې سره يو برتانوی اورپکی چې موصل کې پر عراقي ځواکونو يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی، اوس روښانه شوې، چې دی د ګوانتانامو يو پخوانی بندي و.

دغه پنځوس کلن چې جمال الحارث نومېده، او په ذکريا البريتاني هم مشهور و، په ۲۰۰۴ کال کې له بنده خلاص شوی و. د برتايوي ورځپاڼو ځينو راپورونو کې ويل شوي، ده ته په ناحقه د بند سزا بدل کې يو نيم ميليون ډالره تاون هم ورکړل شوی و.