د روسیې پوځ: د پروپاګنډا ځواکمنه وسیله لرو

د انځور حقوق MIL.RU
Image caption روسیه وایي، استخباراتي ځواکونه یې د ځیرکې او اغېزناکې پروپاګنډا په ډګر کې برخه لري

د روسیې پوځ د لومړي ځل لپاره ومنله چې د ګنګوسو لپاره د پورپاګنډا ځواکمنه وسیله لري.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په خبره، " استخباراتي ځواکونه د ځیرکې او اغېزناکې پروپاګنډا" په ډګر کې برخه لري.

نوموړي په دې تړاو نور څه ونه ویل.

په تېرو میاشتو کې د امریکا په ګډون ځینې لوېدیزو هېوادونو روسیه پر سایبر بریدونو او د جعلي خبرونو په خپرولو تورنه کړې ده.

ویل کېږي چې د روسیې د سابیري بریدونو او پروپاګنډا اصلي هدفونه د ناټو تړون غړي هېوادونه دي.

* انټرنټي بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي نور هم ډېرېږي

* ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی

په سړه جګړه کې د ختیځ او لوېدیځ دوو زبرځواکونو له خپلې ایډیالوژۍ د خلکو د اغېزمنولو لپاره د پروپاګنډا لپاره ډېرې سرچینې لګولې.

سرګي شویګو د پنجشنبې په ورځ د روسیې د پارلمان غړو ته وویل "موږ استخباراتي ځواکونه لرو، چې له پروپاګنډا سره د مقابلې لپاره له پخوانۍ ادارې ډېر اغېزناک او ځواکمن دي. "

د لندن په چاتم هاوس څېړنځي کې د روسیې د پوځي چارو کارپوه کییر ګایلز وايي، د پروپاګنډا ډګر کې د روسیې هڅې له هغه ډېرې پراخې دي چې لوېدیز هېوادونه یې د مسکو د سایبري چارو په هکله فکر کوي.

ښاغلي ګایلز په وروستیو کې ناټو تړون ته په رپوټ کې ویلي: "موخه د استخباراتو کنټرول دی، هغه که په هر ډول وي".

د انځور حقوق AP
Image caption د روسیې دفاع وزیر پارلمان ته په وینا کې دا خبرې کړې دي.

دغه کارپوه وایي، د پخواني شوروي د مهال خلاف دمګړۍ د روسیې د پروپاګنډا وسیله په نړۍ کې ځانګړې ایډیالوژي نه خپروي، بلکې مسکو د "بې پرې حقیقت" د مفهموم کمزوري کول غواړي، هغه چاره چې خبر رسول ناشوني کوي.

ښاغلي ګایلز بي بي سي ته وویل، روسیه د خواله رسنیو په ګډون له هرې لارې ناټو ځواکونه په نښه کوي.

په وروستیو میاشتو کې داسې خبرونه خپاره شول چې روسیې بالتیک سمندرګي ته څېرمه هېوادونو، پولنډ او اوکراین کې د ناټو پر ځواکونو سایبري بریدونه کړي دي.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* اوباما پوتین ته: له اسد سره دې یاري ناکامه ده

روسیه د جعلي خبرونو د خپرولو په هکله د لوېدیځ تورونه ردوي او ناټو د ورته "غلیمانه" سیاست په غوره کولو تورنوي.

د امریکا استخباراتي ادارې د روان کال په جنورۍ کې رسماً وویل چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د بریالي کولو لپاره امر کړی و چې د متحده ایالتونو پر ټاکنیزو هڅو څو اړخیز بریدونه وشي.

د دې رپوټ له مخې د روسیې عملیاتو څو پټ اړخونه درلودل، چې په هغو کې سایبري عملیات، د روسیې د دولتي رسنیو هڅې او د خواله رسنیو هغه کارن شامل دی چې پیسې یې ترلاسه کولې.

مسکو د ډیموکراټ ګوند د مرکزي جرګه ګۍ هک کولو او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دغه ګوند د نوماندې هېلیري کلنټن د مرستیالانو د زرګونو برېښنالیکونو خپرول بې بنسټه تور بولي.

د انځور حقوق AP
Image caption کارپوهان وایي، د روسیې د پروپاګنډا هڅې له هغه ډېرې ځواکمنې دې چې لوېدیځ یې فکر کوي.

ورته مطالب