کیم جونګ نام په "عصبي زهرو" وژل شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کیم جونګ نام مسمومولو صحنه

د مالیزیا پولیس وایي، د شمالي کوریا د مشر د میرزي کیم جونګ نام په وژلو کې له عصب وژونکې کیمیايي مادې کار اخیستل شوی دی.

دوی وايي، د "وی اېکس" په نوم ماده د وژل شوي په مخ کې موندل شوې ده.

ملګرو ملتونو دغه کیمیايي ماده د ډلوژنې وسلو په نوملړ کې اضافه کړې او کارول یې منع کړي دي.

د فبروري پر ۱۳ کیم جونګ نام په کولالمپور هوایي ډګر کې مکاو ته د تللو لپاره الوتکې ته ناست و چې دوو ښځو برید پر وکړ.

* د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې ترشا

* د کیم جونګ نام د وژنې په تور ۲ ښځې نیول شوې

د دې پېښې انځورونه ښيي چې یوه ښځه نوموړی له شا نیسي او بله یې پر مخ ټوټه مښي.

کیم جونګ نام له دې پېښې سره سخت بې هوشه او روغتون ته تر رسېدلو مخکې مړ شو.

د انځور حقوق .
Image caption کیم جونګ نام د وژلو لپاره داسې ماده کارول شوې چې ملګري ملتونه یې د ډلوژڼې وسله بولی او بندیز یې پر لګولی دی.

د مالیزیا حکومت د نوموړي مړی توشپلی( طبي معاینه کړی) او ویلي یې دي چې د مسمومیت له امله مړ شوی دی.

وي اېکس (VX) څه شی دي؟

  • وي اېکس (VX) يو ډول عصبي ضد ماده ده چې د سارين پرتله سل ځله قوي زهري مواد لري. د يادونې وړ ده سارين هغه زهرجن غاز دى چې په ١٩٩٥ کال کې د جاپان تر ځمکې لاندې يوې لارې کې د يوي ډلې مذهبې کسانو لخوا کارول شوي و.
  • وي اېکس (VX) د ملګرو ملتونو لخوا د ډله ايزه وژنکو وسلو په ليست کې شامل دي او په کارونه يې بنديز لگولى. دغه مواد چې د گاډو مبلينو ته ورته دي موندل او په نښه کول يې ډېر گران دي. دغه مواد روښانه رنگ لري بي مزي دي او کله چې د انسان په پوستکي ولوېږي ډېر ژر د انسان مغز له کاره غورځوي.
  • وي اېکس (VX) په لومړي ځل په ١٩٥٠ اييزه کې د برتانيا د ايمپريال په پوهنتون کې د راناجي غوش په وسيله جوړ شول او متحده ايالاتونو بيا د دغو مواد بشپړ توليد په ١٩٦١ کال کي پيل کړ. متحده ايالاتو دغه غاز څو ځله ازمويلي او په تېروتنه کې ورنه ازاد شوي. د راپورونو تر مخه عراق هم د دغه غازو ٥٠ ټنه ټوليد کړي وو. دغه مواد زيا ت روسيه او متحده ايالات لري.
  • شمالي کوريا وايي دوي کله هم د کيماوي وسلو د توليد هڅه نه ده کړي ولي راپورونه وايي چي نوموړي هېواد د ٢٥٠٠ تر ٥ زره ټنه پوري کيماوي مواد توليد کړي، چې په هغو کې VX هم شامل دي. رپورټونه وايي شمالي کوريا په کال کې د ١٢ زرو ټنو کيمياوي وسلو د توليد ظرفيت لري.
  • وي اېکس (VX) خورا قوي زهرجن مواد دي په اسانې سره د انسان په پوستکي کي نفوذ کوي. البته علاج او درملنه يې وجود ته د هغو په پيچکاري کولو سره کېږي چي له هغو د زهري موادو په درملنه کې کار اخيستل کېږي. خو ستونزه دا ده چې دغه مواد په چټکۍ سره ځان اعصابو ته رسوي او هغه ژر له کاره غورځوي نو له دي کبله که په تېزۍ سره تشخيص نشي نو درملنه يې گرانېږي.

د شمالي کوریا بیانیه

د شمالي کوریا حکومت د پنجشنبې په ورځ اول ځل دغې پېښې ته غبرګون وښود او په یوه بیانیه کې یې د کیم جونګ نام نوم او کورني نسبت ته له اشارې پرته مالیزیا له سوېلي کوریا سره په ملتیا او له شمالي کوریا سره په نادوستانه چلند تورنه کړه.

د انځور حقوق REX/SHUTTERSTOCK
Image caption د کیم مخ ته د وژونکې مادې د شیندلو په تور نیول شوې ښځه.

په دې تړاو مالیزیا له شمالي کوریا غوښتي چې تښتېدلي څلور تورن کسان ور وسپاري.

* "شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

* د شمالي کوریا پنځمې اټومي ازموینې په اړه پنځه ټکي

د مالیزیا د پولیسو مشر خالد ابوبکر له دې مخکې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د شمالي کوریا سفارت د دویم منشي هیون کوانګ سونګ سره ماموران هم په دې پېښه کې تورن دي.

نوموړي دا هم ویلي چې د شمالي کوریا د هوایي کرښې یو کارمن کیم اوک ایل هم د تورنو په ډله کې دی.

له نړیوالو پولیسو مرسته غوښتل

د مالیزیا پولیس دا هم وايي، د شمالي کوریا د هغو وګړو نومونه او انځورونه یې د دوی د نیولو له حکم سره نړیوالو پولیسو ته سپارلي چې د کیم جونګ نام په وژلو تورن دي.

د شمالي کوریا د حقوقپوهانو جرګه ګۍ د دې پېښې په تړاو د مالیزیا چلند "د شمالی کوریا د حاکمیت، د انساني حقونو او اخلاقي موازینو ښکاره خلاف ورزي" بللې ده.

د کیم جونګ نام له وژنې مخکې مالیزیا له شمالی کوریا سره ښه اړیکي درلودل، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندریو په پیدا کېدلو سره مالیزیا له هغه هېواد خپل سفیر ور وغوښت.

اړونده مطالب

ورته مطالب