د پکانو کلب مشر د پکانو نړیوال ټورنمنټ غواړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګنجیان په دې سیالۍ سره په نورو خلکو کې د ګنجیتوب په هکله مثبت فکر پیدا کول غواړي.

په جاپان کې له ۳۰ ډېر پکان په خپله کلنۍ غونډه کې سره راټول شوي چې پر نورو چارو سربېره په خپلو سرونو د تارکشونې ځانګړې لوبه هم وکړي.

په دې لوبه کې دوه پکان له خپلو سرونو سره له نښلولو شوو تارونو یو بل کشوي.

دوی په دا ډول کلنیو غونډو سره د هغو کسانو په اړه په خلکو کې مثبت نظر دودول غواړوي چې د سر ويښتان یې شړېدلي وي.

دغه پروګرام د پکانو کلب جوړ کړی، چې په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوی او تر اوسه ۶۵ غړي لري.

* د نارینه پکوالي درملنه شونې ده

* وينزويلا د وېښتو له غلو سره مبارزه کوي

* د ځینو لوستو مېرمنو بې پامه منفي اغېز

خو دا لوبه اسانه هم نه ده. ۴۳ کلن توشي یکي اوګساواره له لوبې وروسته خپه و، ویل یې "سر مې اوس هم درد کوي. فکر کوم باید یخ یې کړم".

د پلازمېنې توکیو د شمالي څنډو اوسېدونکي ۶۴ کلن مسا ټومو ساسکي لومړی ځل په دې لوبه کې ګډون کړی دی، هغه وايي، مخکې پک سر ځوراوه، خو اوس داسې نه دی.

"زه ویاړم، یا ممکن باید ووایم، چې له پکتوب سره ځان ښه احساسوم. زه د پکانو کلب منندوی یم".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ګنجیانو کلب مشر د ګنجیانو نړیوال ټورنمنټ غواړي.

د پکانو کلب مشر ۷۰ کلن تیجیریو سوګو هیلمن دی چې کلب به یې نور غړي هم پیدا کړي او لا ډېر به پراخ شي.

"زه هیلمن یم چې د ټولې نړۍ پکان دلته سره یو ځای شي او د پکانو اولمپیک ټورنمنټ جوړ کړو".