عراقي ځواکونه له سختې جګړې وروسته د موصل لوېدیځ ته ننوتي

عراق د انځور حقوق Getty Images

عراقي ځواکونه له پنځو ورځو سختو ځمکنیو او هوايي بریدونو وروسته د موصل لوېدیځې برخې ته ننوتي دي.

د موصل ښار په دغه برخه کې چې د 'اسلامي دولت ' نومي ډلې په ولکه کې وه، پنځه ورځې مخکې عملیات پیل شوي وو.

د موصل هوايي ډګر یوه ورځ مخکې د عراقي ځواکونو لاس ته ورغلی. د دغو عملیاتو لړ کې پوځیان لومړی له سارایي لارې کروندو ته ننوتل او وروسته د ښار څنډو ته ورغلل.

عراقي ځواکونه د موصل د نورو سیمو د نیولو هڅه کوي

د موصل هوایي ډګر نیولو لپاره د عراقي ځواکونو عملیات پيل شول

د دغه ګڼ مېشت ښار په دننه کې د سختې جګړې احتمال څرګندیږي.

موصل د اسلامي دولت نومې ډلې له کلکو مرکزونو یو بلل کېږي.

د ښار شمالي برخه وار له مخه عراقي پوځ تر لاسه کړې او اوس د دغې ډلې وسله وال د ښار په لوېدیځه برخه کې یو ځای شوي دي.

بل لور ته د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، عراقي هوايي ځواکونو لومړی ځل د سوریې خاروه کې دننه د اسلامي دولت نومې ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړې.

د نوموړي په وینا دغو بریدونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې هغه دوه مرکزونه په نښه شوي، چې دغې ډلې بغداد کې د بمي بریدونو لپاره کاروولي وو.

پر موصل له برید مخکې عراقي هوايي ځواک د ښار په لوېدیځو څنډو سخته بمباري کړې.

د عملیاتو مشري کونکي یوه پوځي افسر بي بي سي ته ویلي ' دا هغه ځای دی، چې اصلي جګړه به په کې پیلېږي. '

د جګړې له ډګره د بي بي سي خبریال کوینٹین سومرولې چې له ځايي پولیسو سره اړیکه کې دی، وايي له دغه ځایه لږ شمېر کسان ښار ته ننوتي، چې زغره وال ګاډي ورسره وو او بریدونه هم پرې وشول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي د ښار په دننه کې ښايي جګړه ډېره سخته وي

د بي بي سي خبریال وايي، په پیچلیو تنګو لارو کوڅو کې به جګړه نوره هم ګرانه وي.

په ورته مهال له الوتکو چاپ شوي پیغامونه غورځول شوي او ښاریانو ته په کې د سملاسي بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی. بل لور ته ملګرو ملتونو د موصل لوېدیځ کې د ایسارو ملکي خلکو په اړه اندېښنه ښوولې.

اړونده مطالب

ورته مطالب