سوریه کې له ډبرو د جګړې اړوند انځورونه جوړ شوي

د انځور حقوق Nizar Ali Badr

له تیږو جوړ دا هنر او انځور ټولو ته اشنا دی. یوه کورنۍ د خوځښت په حالت کې ده، خپل لوښي لرګي پر سر او لاسونو لېږدوي، ځینو خپل ماشومان ورسره اخیستي دي.

دا په سوریه کې د جګړې انځور دی - خو له ډبرو په ډېر دقت او هنر جوړ شوی تصویر. په سوریه کې د مېشت ۵۲ کلن هنرمند او پر ډپرو د توږونکي نزا علي بدر په لاس جوړ شوي انځورونه دي، چې پر فیسبوک د خپل لاس جوړې پنځونې خپروي.

د لاس هره جوړه ټوټه یې یوه کیسه لري او له ډبرو جوړې صحنې سړي ته د ژوند کیسه کوي.

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

نزار له ډېر وخت راهیسې پر ډبرو د هنر جوړولو لېواله هنرمند دی. پخپل تېر ۳۵ کلن ژوند کې هره ورځ لاذقیه کې د سمندرغاړې ته تللی او ښکلې او کوچنۍ ډبرې یې راغونډې کړې او کور کې یې بېلابېلې ښکلې، صحنې او تصویرونه ترې جوړ کړي دي.

په ۲۰۱۱ کال، کله چې د سورې جګړه پیل شوه، نزار د سوري وګړو کړاو انځور کړ (د کورونو ویجاړي، د کورنۍ او ماشومانو بې ځایه کېدل او وژل کېدل)، هغه د خپلو سترګو لیدلی حال د ډبرو راغونډولو او شکل ورکولو کې څرګند کړ.

نوموړي له لاذقیه د ټیلېفون پر کرښه راته وویل: "کامره راسره نه وه چې د هرې شېبې انځور واخلم. کله به چې وزګار وم، یو انځور به مې جوړ کړ، بیا به مې هغه ړنګ کړ".

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

د نوموړي دغه هنري کار ددې لامل شو، چې ان د شپې خوب هم ورته پرېږدي او خپل کار ته دوام ورکړي او بیا خپل دا شاهکار له نړۍ سره شریک کړي.

نزار خپل دغه توکي د سمندر له غاړې راغونډ کړي، چې کوچنۍ ډبرې، بېلابېل شکلونه او رنګونه پکې دي.

د اقرع غره سمندرغاړه، چې په زفون غره هم مشهور دی، او د ترکیې او سوریې پر پوله پروت دی.

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

کله چې هغه په کافي اندازه ډبرې راټولې کړې، ښار ته به راغی او خپل کار به یې بیا له سره پیل کړ. دی وايي، غر ورته د الهام ورکولو یوه سرچینه ده.

په تېر کې، نزار پر کارتونو ډبرې سرېښولې، اوس هلته هغه سرېښ ډېر ګران دی، چې ده به کاراوه. اوس دی هرني ټوټې له ډبرو جوړوي او یو نوی انځور او صحنه ترې جوړوي.

دی وايي: "ددغه هنري کار انځورونه اخلم، همدا یې د پاتې کېدو او ساتنې یوازېنۍ لار ده".

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

'پاکه عاطفه'

نزار له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریه کې د ورځني ژوند تر ۲۵۰۰۰ ډېرې صحنې جوړې کړې دي. دی وايي، خپله هېڅ هنري ټوټه نه خرڅوي.

دی وايي: ''له هرڅه وړاندې زه یو انسان یم. روانې کشالې ډېر دردولی یم او ځینې وخت د شپې هېڅ خوب نه لرم''.

''د خپل ګران هېواد لپاره دا ټول کارونه کوم، فکر نه کوم چې دا مې د رزق یوه سرچینه وګرځي. دا د ډبرو یو پاک عاطفه لرونکی هنر دی. غواړم له خلکو سره خپل انساني شعور شریک کړم، لکه خلک چې نړۍ کې هرځای خپل احساس، شعور، مینه، هیله او خپګان شریکوي."

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

نزار د خپل هنر له لارې بېلابېلې مسلې انځوروي، چې ځینې یې د سړي پام ډېر وراړوي: لکه د سوري کډوالو بې ځایه کېدل.

دی وايي: ''کله مې چې دغه کورنۍ ولیدې چې خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړایستل شوې دي، ودردېدلم. ولې ټول خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي؟''

دی د خپل هنر له لارې هڅه کوي له جګړې او کړاو د تښتېدونکو خلکو قربانۍ انځور کړي - هغه وګړي چې د هوسا او له جګړې پرته د ژوند په لټه کې دي.

د نوموړي په ګڼو انځورونو کې کورنۍ او ماشومان لیدل کېږي. دی هڅه کوي تر ټولو د اغېزمنو شویو او کمزورو خلکو او ټولنې کړاو د انځور په ژبه روښانه کړي.

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

کاناډایۍ لیکوالې مارګریټ رورس د نزار له هنري کاره الهام اخیستی او د هغه د هنري کار ځینې اخیستي انځورونه یې د ماشومانو په تړاو پخپل کتاب (ګام اخیستونکې ډبرې: د یوې کډوالې کورنۍ سفر) کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

لیکوالې پخپل کتاب کې د راما او د هغې د کورنۍ کیسه راخیستې، چې له خپله کوره وتلو ته اړایستل شوي دي.

راما او هغې مور او پلار، نیکه او ورور یې سامي د جګړې له اوره په تېښته د اروپا د ازادیو پر لور سفر کوي.

د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr
د انځور حقوق Nizar Ali Badr

د نزار هیله دا ده چې د خپلو شاهکارونو لپاره د یوه نندارتون په جوړولو توانېږي چې کار یې ټوله نړۍ وګوري. دی وايي، د نندارتون له لارې راغونډېدونکې پیسې به د جګړې پر اغېزمنو وګړو ووېشي.

په ورته وخت کې، دی وايي ترهغو به خپل دغه هنري کار ته دوام ورکړي، چې سوریې ته د خلکو پام نه وي وراوښتی.

تولید: UGC او سوشل نیوز ډله. د ټولو انځورونو امتیاز له نزار علي بدر سره دی.

اړونده مطالب