د عکسونو البوم: د اوونۍ غوره انځورونه

تېره اوونۍ کې د خبري رپوټونو لپاره له اخیستل شویو عکسونو مو یو شمېر د دغې ټولګې لپاره غوره کړي.

د فبرورۍ پر ۲۳ روسیې د پلرني هېواد د دفاع ورځ ولمانځله چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین مسکو کې هدیرې ته ولاړ او د ورک نومي سرتېري قبر ته د درناوي لپاره ودرېد. د انځور حقوق Ivan Sekretarev / AP
Image caption د فبرورۍ پر ۲۳ روسیې د "پلرني هېواد" د دفاع ورځ ولمانځله چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین مسکو کې هدیرې ته ولاړ او د نوم ورکي سرتېري قبر ته د درناوي لپاره ودرېد.
سوډان د انځور حقوق Siegfried Modola / Reuters
Image caption په شمالي سودان کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د خوړو نړیوال سازمان د دغه هېواد یو شمېر سیمو ته خپلې مرستې په چورلکو کې رسوي.
سډني د انځور حقوق Alamy
Image caption د استرالیا سډني ښار کې وروسته له هغه تر سلو ډېر اور وژونکي د کثافاتو بټۍ کې په لوګي کې پټ شول چې دغلته ته یې د لګېدلي اور وژلو ته پیل وکړ.
پاپ د انځور حقوق Remo Casilli / Reuters
Image caption یو هلک د ایټالیا روم ښار کې د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو له مشر پاپ فرانسس سره سلفي عکس اخلي.
سپینه ماڼۍ د انځور حقوق Carlos Barria / Reuters
Image caption د امریکا د ولسمشریزې سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر خبریالانو ته وویل چې دغه مانۍ به له ملته څه پټ نه کړي خو کله نا کله به د رسنیو له شمېرو سره موافق نه وي.
فوټبال د انځور حقوق Philippe Desmazes / AFP
Image caption د منچستر یونایټد فوټبال لوبډلې فرانسوی لوبغاړی پال پوګبا او ورور یې فلورېنتن چې د بلې ډلې لوبغاړی دی، د لوبې په پای کې خپلې کورنۍ ته سلام ورکوي.
اپیرا د انځور حقوق Christian Bruna / EPA
Image caption د اتریش ویانا کې د دودیزې اپیرا بال ۶۱ نندارې کې دوه نڅاګر د نندارې له پیله وړاندې تمرین کوي.
هنګري د انځور حقوق Sandor Ujvari / EPA
Image caption د هنګري موهاکس کې د یوه جشن ګډونوالو د څارویو له څرمنو او مرغانو له بڼکو جوړ کالي اغوستي.
سکي د انځور حقوق Vegard Wivestad Grott / EPA
Image caption د سکي لوبې د نړیوال جام لپاره فرانسوی برېس راجر د تمرین پر مهال.
چیتا د انځور حقوق Remko de Waal / EPA
Image caption د هالنډ يوه ژوبڼ کې د چیتا پنځه بچوړي.

د ټولو عکسونو د خپراوي حق خوندی دي.