پنجاب کې د پښتنو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پنجاب کې د پښتنو حال

په پاکستان کې د تېرو څو اوونيو د ناامنۍ له پېښو وروسته د دغه هېواد په پنجاب کې د پښتنو د نیولو او ځورولو راپورونه ورکړل شوي دي.

ويل کېږي د پنجاب پولیسو اوس هلته د مېشتو پښتنو په څارنه پېل کړی دی.

که څه هم د پنجاب حکومت یوه وزیر هلته د پښتنو پر ځورونو بښنه غوښتې، خو وايي، د سولې او ټيکاو لپاره د داسې ګامونه پورته کول اړین کار دی. خدای نور ناصر پرې له اسلام اباده رپوټ راکوي: