د کیم د وژنې په تور د شمالي کوریا نیول شوی وګړی 'خوشی کېږي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption ري جونګ چول د کیم جونګ نام تر وژل کېدا څلور ورځې وروسته ونیول شو

د مالیزیا چارواکي وايي، د ري جونګ چول په نامه هغه سړی چې مالیزیا کې د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې په تور نیول شوی و، شمالي کوریا ته شړل کېږي.

د مالیزیا لوی څارنوال لوی څارنوال محمد اپندي علي ویلي، جونګ چول یو ''ازاد سړی'' و چې په وینا یې ''د هغه د تورنېدو لپاره په کافي اندازه ثبتوتونه نه وو''.

د انځور حقوق ROYAL MALAYSIA POLICE
Image caption وروسته تر هغه چې پر ښاغلي کیم په کولالامپور هوايي ډګر کې برید وشو، پولسو ته یې د مرستې مراجعه وکړه

د مالیزیا چارواکي وايي، هېواد ته یې د ''امنیتي ستونزو'' له کبله د شمالي کوریا وګړو د بې وېزې سفر پای ته رسوي.

د مالیزیا مرستیال لومړي وزیر احمد زاهد حمیدي وايي، هېواد یې داسې مهال دا پرېکړه کوي، چې د شمالي کوریا د ناسکه ورور کیم جونګ نام د وژنې په تړاو یې د شمالي کوریا ځینې مشکوک وګړي نیولي دي.

کیم جونګ نام د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۱۳مه د وي ایکس ګازو د مسمومیت له کبله ومړ.

د هغه د مړینې په تړاو دوې ښځې تورنې شوې.

د کیم وژنې قضیه کې دوې ښځې رسماً تورنیږي

د کیم جونګ نام وژنه: مشکوکې ښځې ته ۹۰ ډالر ورکړل شوي

یوه تورنه ښځه د ویتنام او بله د اندونیزیا ده، چې د ښاغلي کیم پر بدن د زهرجن ګاز په موښلو تورنې شوې دي. نوموړی له کولالامپور هوايي ډګر نه د تګ په حال کې و.

مالیزیا وايي، د کیم مړی یوازې د هغه خپلوانو ته سپارل کېږي.

شمالي کوریا د ښاغلي کیم پر مړي په ازموینو خواشینې شوې او وايي باید خپل مړی ورته وسپارل شي.

د انځور حقوق د انځور حقوقREUTERS/AFP
Image caption دغه دواړه مېرمنې وايي دوی فکر کاوه ټلویزیوني خپرونه کې برخه اخلي
د انځور حقوق AP
Image caption د کیم د وژنې په تور یوه ویتنامۍ ښځه هم نیول شوې

پیونګ یانګ لاهم نه ده تایید کړې چې ایا رښتیا هم دا د ښاغلي کیم مړی دی.

هغه په یوه ډیپلوماتیک پاسپورت په بل نامه سفر کاوه.

ښاغلی زاهد وايي، د شمالي کوریا وګړي د مارچ له شپږمې نېټې وروسته مالیزیا ته د تګ پرمهال باید وېزې ولري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتیک اړیکي له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې پیل شوي او شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال کولالامپور کې خپل سفارت پرانیست.

خو د ښاغلي کیم مړینه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتیک درز پیدا کېدا لامل شو او مالیزیا یې په تړاو له پیونګ یانګه خپل سفیر هم وروغوښت.

د انځور حقوق AP
Image caption کیم جونګ نام له څو کلونو راهیسې له شمالي کوریا بهر اوسېد

اړونده مطالب

ورته مطالب