اتریش: اته عراقیان د ډله جنسي په تور زندان ته لېږل شوي

. د انځور حقوق AP
Image caption د محاکمې پر مهال یو تورن کس مخ پټ کړی

د اتریش یوې محکمې اته عراقیان پر یوې جرمن سیلانۍ ویانا کې د نوي کال مراسمو پر مهال د ډله ییز جنسي تېري مجرمان بللي.

د دغو کسانو عمرونه له ۲۲ تر ۴۸ کلونو پورې بلل شوي دي او له نهو کلونو تر ۱۳ کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شوې.

پېښه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ګهیځ وختي شوې وه. د محکمې په خبره دغه قضیه کې یو بل مشکوک کس بې ګناه بلل شوی دی.

دغه کسان د ۲۰۱۵ کال د مې او دسمبر میاشتو په منځ کې اتریش ته د کډوالو په توګه تللي وو او له دوی نه پنځو کسانو ته پناه ورکړل شوې وه.

د محکمې په وینا د دغو کسانو د تېري ښکار ۲۸ کلنې ښځې ته، چې لا یې هم درملنه کېږي د تاوان په توګه ۲۵۰۰۰ یورو ورکړل شوې دي.

د محکمې په وینا دغې ښځې له یوې ملګرې سره د ښار مرکزي برخه کې مراسمو کې ګډون کړی و، چې له دغو اتو کسانو نه څلورو په زور یوه نژدې کور ته بوتله او هلته یې له خپلو نورو څلورو ملګرو سره یو ځای پرې جنسي تېری وکړ.

اړونده مطالب