د امریکا لوی څارنوال پلټنو کې ډډې ته شو، خو ډیموکراټان یې لا هم استعفا غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption جېف سېشنز ویلي، له روسیې سره یې پر مهمو سیاسي مسلو خبرې نه دي کړې.

د امریکا په کانګرېس کې د حکومت اپوزیسیون ګوند غړي د دغه هېواد له عدلیې وزیر او لوی څارنوال غواړي چې استعفا وکړي. دوی وایي، د روسیې له سفارت سره د اړیکو په تړاو د جېف سېشنز څرګندونو قانع کړي نه دي.

له دې مخکې د ډیموکراټو سناتورانو په غوښتنه جېف سېشنز د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز مرکز د چارو او د روسیې له سفارت سره د دغه مرکز د تماس په هکله له هر ډول پلټنو څنډې ته شوی دی.

دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې پر جېف سېشنز تور لګولی، چې پر ۲۰۱۶ کال یې په ټاکنیزو منډو ترړو کې دوه ځلې د روسیې له سفیر سرګی کیسلیاک سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

خو جېف سېشنز تېره جنورۍ د امریکا مشرانو جرګه کې د خپل واک تاییدېدلو پر مهال وویل، چې له دغه سفارت سره یې هیڅ تماس نه درلود.

* د افغان جګړې جنرالان چې اوس د امریکا پوځي سیاست کوي

* جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

جېف سېنشز له هغه وروسته ډیموکراټ سناتور ال فرنکن ته ـ چې نوموړی یې پوښتلی و ایا د ډونلډ ټرمپ ټاکنیز مرکز له روسیې سره تماس درلود- لیکلي و: "زه له دغو چارو خبر نه یم".

ښاغلي سېنشز د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې بیا ټینګار وکړ چې پر "ځانګړو سیاسي مسلو" یې د روسیې له سفیر سره خبرې نه دي کړې او په مشرانو جرګه کې یې خپلې څرګندونې ریښتونې او سمې وبللې.

هغه دا هم وویل، چې د مشرانو جرګې د وسلوالې جرګه ګۍ د غړي په توګه یې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره ډېر ځلې لیدلي دي.

د سوېلي الاباما ایالت دا ځانساتی یا محافظه کار سناتور د جمهوریپالو لومړنۍ مخکښه څېره وه چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د ډونلډ ټرمپ د نوماندۍ ملاتړ وکړ او سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ په ننوتلو سره عدلیې وزارت ته غوره شوه.

سیاسي رسوايي او د ټرمپ دفاع

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ ټرمپ مخالفین د روسیې ولسمشر د امریکا په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي.

جېف سېشنز د ډونلډ ټرمپ د کابینې دویم لوړپوړی چارواکی دی چې له روسي چارواکو سره د تماس له امله له سیاسي رسوايۍ سره مخ دی.

څو اونۍ مخکې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن هم د روسیې له سفیر سره د تماس له امله استعفا ته اړ شو.

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د روسیې له سفیر سره د جېف سېشنز د لیدنې په هکله وویل، چې پر ښاغلي سېشنز "بشپړ باور" لري.

هغه زیاته کړه چې له دې مخکې د روسیې له سفیر سره د ښاغلي سېشنز له لیدنو خبر نه و.

نوموړي دا هم وویل، چې د امریکا په کانګرېس کې د ښاغلی سېشنز څرګندونې رښتونې وې.

* ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

* د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

په ورته مهال جمهوريپال نوماند سوزان کالینز او نورو هم له خپلو ملګرو وغوښتل چې له روسیې سره د تماس او د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز مرکز په هکله د هر ډول شکونو په پلټنو کې ښاغلی سېشنز ډډې ته پاتې شي.

امریکایي رسنۍ وایي، د اېف بي ای، سې ای اې او اېن اېس سي په ګډون څارګرې ادارې د دې موضوع پلټنه کوي.

د ډیموکراټ ګوند لوړپوړي چارواکي ښاغلی سېشنز د روسیې له سفیر سره د اړیکو په برخه کې د کانګرېس په تېرباسلو تورنوی او استعفا یې غواړي.

د انځور حقوق AP
Image caption سرګي کیسلیاک له ۲۰۰۸ راهیسې په امریکا کې د روسیې سفیر دی.

ورته مطالب