د چینايي کلیوالو ډله ییز طلاق

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښايي ځینې کورنۍ له طلاق وروسته بیا له سره واده وکړي.

په ختیځ چین کې ۱۶۰ جوړو 'ښځو او مېړونو' له دولته د خپلو کورونو د نړولو د زیات تاوان د ترلاسه کولو لپاره طلاق واخلي.

د چین دولت غواړي د جیانګسو ولایت جیانګبي ولسوالي په ټکنالوژیکې سیمې بدله کړي، نو ځايي اوسېدونکو ته یې ویلي چې مجردانو ته هم کټ مټ د متاهلو امتیاز یعنې کور او ۱۹۰۰۰ ډالر ور کوي چې له امله یې تر ۸۰ ډېرو کسانو ویلي، د یادو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره چمتو دي خپل ګډ ژوند پای ته ورسوي.

د یادې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي تر ۸۰ کلونو ډېر عمر لري، چې ډېری یې ویلي غواړي خپل ګډ ژوند ته دوام ورکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، هلته له نسلونو راهیسې اوسېدلي، خو د پرمختګ لپاره یې ډېر کم فرصت ورکړل شوی دی.

+ هند کې د درې ګوني طلاق موضوع

+ بنګله دېش کې د طلاق غوښتنه تر ډېره د ښځو لخوا کېږي

هره جوړه (مېړه او ښځه) شاید د کور لپاره ۲۲۰ متر مربع ځمکه ترلاسه کړي.

خو کورنیو ته ویل شوي، که په محکمه کې رسمي طلاق وکړي، نو ۷۰ متر مربع نوره ځمکه به د تاوان په توګه ورکړله شي.

ښايي ځینې کورنۍ له طلاق وروسته بیا له سره واده وکړي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې کومې کورنۍ به د تاوان جبران ترلاسه کړي.

+ بریتانوۍ ښځې د شرعي شوراګانو له لارې طلاق اخلي

+ جاپان او جنوبي کوریا د "جنسي وینځو" مساله حل کړه

اړونده مطالب

ورته مطالب