هند: د نړۍ له یوه سره تر بله د ښځو په لاس الوتنه

د انځور حقوق TWITTER - SAN FRANCISCO AIRPORT
Image caption د ایر انډیا عمله سان فرانسسکو هوايي ډګر کې سیلفي اخلي

د هند دولتي هوايي شرکت ' ایر انډیا ' ویلي د دوشنبې پر ورځ له پلازمېنې نوي ډیلي نه سان فرانسسکو ته د دوی یوه الوتنه داسې وه، چې ټولې چارې یې ښځو پر مخ بیوولې.

ایر انډیا چارواکي وايي، دغه الوتکه په بریالیتوب سره د نړۍ له ګردچاپیره الوت وروسته هېواد ته ستنه شوه.

مالیې نه ورکونکي افغان هوايي شرکت ته د فعالیت ځنډولو ګواښ

د برتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د پاکستان الوتکه کښته کړې

دغه بویینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د بحرالکاهل له لارې امریکا ته لاړه او سمندر له لارې هند ته ستنه شوه، چې د جمعې پر ورځ د نوي ډیلي هوايي ډګر کې کښېناسته.

پروسږکال ایر انډیا له ښځینه عملې سره د نړۍ تر ټولو اوږد الوت کړی و.

دغه الوت د مارچ پر شپږمه له ډیلي نه پیل شو او ۱۷ ساعتونو کې له ۱۴۵۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د مارچ پر اتمه بېرته ډیلي ته ستون شوی و.

ایر انډیا ویلي په ګینیس ورلډ ریکارډ کتاب کې یې د دغه ریکارډ ثبتولو لپاره غوښتنه کړې.

د الوتکې له عملې سره، سره تلاشۍ، پر ځمکه د الوتکې کنترول، او د هوايي ترافیکي کنترول چارې هم د ښځینه وو لاس کې وې.

د ایر انډيا هوايي شرکت په خبره د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت به دغه ډول نورې الوتنې هم وکړي، چې ټولې چارې به یې د ښځو لاس کې وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب