مالیزیا د شمالي کوریا سفیر ته د وتلو امر کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption کیم جونګ نام درې اونۍ مخکې هغه مهال ومړ، چې کوالالمپور هوايي ډګر کې یې دوو ښځو پر مخ وژونکي کیمیايي ماده وروموښله.

مالیزیا ویلي د شمالي کوریا د مشر ناسکه ورور د وژنې قضیې کې یې له خپله هېواده د شمالي کوریا سفیر ته د وتلو امر کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي سفیر کانګ چول باید په ۴۸ ساعتونو کې دغه هېواد پرېږدي.

دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې، چې سفیر چول وویل، هېواد یې د پېښې په تړاو د مالیزیا پر څېړنو باور نه شي کولای.

د کیم د وژنې په تور نیول شوی کوریایی 'خوشی کېږي'

د کیم وژنې قضیه کې دوې ښځې رسماً تورنیږي

د شمالي کوریا د مشر ورور کیم جونګ نام درې اونۍ مخکې هغه مهال ومړ، چې کوالالمپور هوايي ډګر کې یې دوو ښځو پر مخ وژونکي کیمیايي ماده وروموښله.

که څه هم مالیزیا رسماً د دغې پېښې پړه پر شمالي کوریا نه ده اچوولې، خو داسې پراخې ګونګوسې شته، چې په کې پیونګ یانګ د دغې پېښې مسوول بلل کېږي.

ښاغلی کانګ چې پر کوربه هېواد یې سختې نیوکې کړې ویلي، د دغې وژنې په تړاو روانې څېړنې ( سیاسي ) شوې دي او لاسوهنه په کې شوې.

د مالیزیا بهرنیو چارو وزیر انیفه امان د شمالي کوریا سفیر ' د نه منلو وړ شخصیت ' بللی او وايي هېواد یې له هغه غوښتي، چې د خپلو څرګندونو په تړاو بښنه وغواړي، خو په وینا یې کوم غبرګون یې و نه لید. نوموړي ویلي:

'' مالیزیا به هر سپکاوي ته کلک غبرګون وښيي او د دغه هېواد نوم بدۍ هره هڅه به په کلکه شنډه کړي. ''

د انځور حقوق AP

مالیزیايي چارواکي د شمالي کوریا د یوه دیپلومات په ګډون دغه پېښه کې د شمالي کوریا له یو شمېر وګړو پوښتنې ګروېږنې کوي.

بل لور ته یوه ویتنامۍ او یوه اندونیزیايۍ ښځه د کیم جونګ نام د وژنې لړ کې رسماً تورنې شوې دي.

دواړو مېرمنو ویلي، دوی فکر کاوه د ټوکو ټکالو په یوه ټلویزیوني خپرونه کې ګډون کوي، خو دوی تر اوسه د ځان سپیناوي لپاره کوم رسمي غوښتنلیک نه دی وړاندې کړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب