شکايتونه او که د چارواکو سرخوږی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شکايتونه او که د چارواکو سرخوږی

د هغو زرګونه عادي چينايانو په اړه راپور لرو چې بېجينګ کې د خلکو ملي کانګرېس غونډې له پيل مخکې د انصاف په لټه کې دي. د چين د خلکو ملي کانګرېس کلنۍ غونډه، ټاکل شوې پر يکشنبه د دغه هېواد پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې پيلېږي او لس ورځې به روانه وي. د دغې غونډې مشورتي جوړښت، د چين د خلکو سياسي مشورتي کنفرانس خپل غونډه لا پرون جمعه پيل کړې ده. خو د غونډې له پيلېدو مخکې د دغه هېواد لروبر د ټولنې د بېوزلو او ګوښي شويو وګړو پر وړاندې تدبيرونه پلي کېږي، چې بېجېنګ ته يې د رسېدو مخنيوی وشي. د بي بي سي خبريال جان سډوورت د داسې تکتيکونو له تجربې تېر شوی، چې چارواکي یې د نيوکو او مخالفتونو چوپولو لپاره پلي کوي... دې راپور کې د تاوتريخوالي ځينې انځورونه هم شته.