د پاکستان لاریونونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان لاریونونه

پاکستان کې سلګونه د هغه بريتانوي پاکستاني مسلمان لپاره لاريونونه کوي، چې دين ته په سپکاوي تورن د ګلاسګو يو پلورونکي د وژلو پر سر زندان کې دی. يو توندلاري کس چې تنوير احمد نومېږي، تېر کال یې د سکاټلنډ ګلاسګو کې د اسد شاه په نامه يو کس وواژه، ځکه چې ده له دينه په اوښتو تورناوه. تنوير احمد بيا محاکمه او په بند محکوم شو، او اوس د زندان له دننه پيغامونه خپروي، دې راپور کې دې ته کتنه شوې، چې څنکه دی پاکستان کې د ځينو توندلارو لپاره په يوه اتل اوړوي. هلته يې کورنۍ کې هم په درناوي يوه غونډه جوړه شوې وه.