"اوباما هېڅکله د ټرمپ ټیلیفون ثبتولو امر نه دی کړی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر پیغام کې ښاغلی اوباما یو ' بد ' سړی بللی

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویاند د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې او ( بې ځایه ) یې بللې، چې ګواکې اوباما د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو ثبتولو امر کړی و. د ویاند کېوین لیویس په وینا:

(( نه خو ولسمشر اوباما او نه هم د سپینې ماڼۍ هېڅ یوه چارواکي د هېڅ یوه امریکايي د څارنې امر کړی دی.))

ټرمپ پر اوباما د احتجاجونو او رازونو افشا کولو تور پورې کړی

ډونلډ ټرمپ: پر پوله دیوال له وخته مخکې جوړیږي

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې وه، چې ګواکې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي له بریا مخکې ښاغلي اوباما د نوموړي ټیلیفوني مکالمو د ثبتولو امر کړی و.

د شنبې پر ورځ ښاغلي ټرمپ په ټویټر پیغام کې ویلي و:

د خواشینۍ خبره ده! اوس معلومه شوه، چې زما له بریا مخکې اوباما ټرمپ ودانۍ کې زما ټیلیفون ثبت کړی، هېڅ یې نه دي موندلي، دا مشکوکه کړنه ده!

له دې مخکې په بهرنیو چارو کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما سلاکار او د نوموړي وینا لیکوال بین رهوډیس هم د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو په اړه یوه ټویټر پیغام کې خپل نظر څرګند کړی:

(( هېڅ ولسمشر د چا ټلیفون ثبتولو امر نه شي کولای او دغه بندیزونه ستا په څېر خلکو نه د ولس ساتلو لپاره لګول شوي دي. ))

د انځور حقوق .

د ځینو رپوټونو له مخې څو اونۍ مخکې د امریکا استخباراتي ادارې ایف بي ای له بهرنۍ څارنې محکمې ( فیسا ) نه د تېر کال ځینې معلومات غوښتي وو، چې د ټرمپ کمپاین کې د یو شمېر برخوالو کسانو په اړه د هغو ادعاوو څارنه وشي، چې ګواکې دوی له روسي چارواکو سره اړیکه درلوده.

رپوټونه وايي لومړی دغه غوښتنه رد شوې، خو وروسته اکتوبر میاشت کې منل شوې ده. په دې اړه رسماً څه نه دي ویل شوي او دا هم معلومه نه ده، چې ایا دغه چاره پر رسمي څېړنه بدله شوې که نه.

یو شمېر دیموکراتان په دې باور دي، چې د ښاغلي ټرمپ وروستي ټویټر پیغامونه له دغې موضوع نه د خلکو پام بل لور ته اړول دي.

ورته مطالب