په سرطان اخته امریکایۍ لیکواله خپل مېړه ته بله مېرمن غواړي

د انځور حقوق .
Image caption دغه مېرمن د ماشومانو لپاره د کتابونو په لیکلو شهرت لري، د خپلې کورنۍ او خصوصي ژوند په اړه یې هم لیکنې کړې دي.

د تخمدان (مبیض) په سرطان اخته امریکایۍ لیکوالې په یوه مقاله کې د خپل مېړه ښه صفتونه په دې هیله کښلي چې د ژوند "یوه بله مینه واله" یې پیدا شي.

لیکوالې امي کروز روزنتال "نیویارک ټایمز" کې یوه مقاله لیکلي، چې وايي، مېړه یې تر ټولو ښه سړی دی. دا وايي هیله ده چې "دغه مقاله ولوستله شي او مېړه (جیسن) ته یې یوه ښه مېرمن وموندل شي. "

امي زیاتوي، وړاندې یې د (ټنډر او اې هارموني) په څېر د معرفت له اړوندو وېبپاڼو ګټه نه ده اخیستې.

'تي خوري ماشوم د سرطان ناروغۍ تشخیص کې مرسته وکړه'

د وینې معاینه د تخمدان سرطان لومړیو پړاوونو کې ښيي

دغه مېرمن د ماشومانو لپاره د کتابونو په لیکلو شهرت لري، د خپلې کورنۍ او خصوصي ژوند په اړه یې هم لیکنې کړې دي.

دې کابو درې لسیزې واندې خپل مېړه جیسن پېژندلی او خپل اولاد یې په ګډه روزلی دی.

دغه امریکایۍ لیکواله د "ښايي زما له مېړه سره واده وغواړې" په نوم خپله مقاله کې لیکلي: "د مینانو په ورځ دا ختموم، هیله مې دا ده چې د ښه مېړه لټوونکې جیسن ښه مېړه وګني او د مینې بله کیسه پیل شي. "

دې خپله مقاله په دې ټکو پای ته رسولې ده چې "په ټوله مینه، امي."

د انځور حقوق Amy Krouse Rosenthal

ورته مطالب