سومالیا کې لوږې د ۱۱۰ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سومالیا ګاروی ښار کې د بې ځایه شوو خلکو کمپ ته څېرمه نوي کشف شوي قبرونه

د سومالیا لومړي وزیر حسن محمد خیري ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ددغه هېواد په یوه سیمه کې د وچکالۍ او لوږۍ له کبله لږترلږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.

دغه کسان د افریقا پر دغه هېواد د لوږې د څپې له راتلو وروسته مړه شوي. د کړکېچ پرمهال دا د حکومت له خوا لومړنۍ اعلان شوې شمېره ده.

تر اوسه د وچکالۍ له کبله د اوښتي مالي او بشري زیان پوره کچه نه ده اعلان شوې. مرستندویو بشري ټولنو وېره ښودلې چې سومالیا کې به لوږه نوره هم ډېره شي.

څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

''سوري حکومت 'لوږه' د وسلې په توګه کاروي''

دا مهال، نژدې درې میلیون وګړي سومالیا کې د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

د "الداکدو" په نوم سیمه ییزې خبري وېبپاڼې ویلي، د سومالیا اودینلي ښآر او بای سیمه کې کولرا لسګونه کسان وژلي دي.

تر ډېره کولرا ناروغي د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله رامنځ ته کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۱۹۹۲ کال هم په دې هېواد کې د لوږې له کبله نژدې ۲۲۰ زره کسان مړه شوي وو.

د تېرې سې شنبې په ورځ، ولسمشر محمد عبدالله محمد، چې په "فرماجو" مشهور دی، وویل، د وچکالۍ اوسنۍ څپې "ملي ناورین" ته ورته دي.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ سومالیا کې د لوږې له کبله لږترلږه ۲۶۰ زره کسان مړه شول.

په ۱۹۹۲ کال هم په دې هېواد کې د لوږې له کبله نژدې ۲۲۰ زره کسان مړه شوي وو.

سومالیا د نایجریا، سوېلي سودان او یمن په لیست کې هغه لومړنی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د لوږې له ډېر جدي خطر سره مخامخېدونکی دی.

په سوېلي سودان کې رسماً د لوږې راتلو اعلان شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وچکالۍ او لوږې له کبله ډېر ژوي هم مړه شوي

ورته مطالب