اردن ۱۵ زندانیان اعدام کړل پر لسو یې د ترهګرۍ تور و

اردني چارواکي وایي په اعدام شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د اردن پر سفارت برید کې ښکېل و د انځور حقوق Getty Images
Image caption اردني چارواکي وایي په اعدام شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د اردن پر سفارت برید کې ښکېل و

اردن کې چارواکي وايي؛ ۱۵ زندانیان اعدام کړي دي چې په دې ډله کې ۱۰ تنه په ترهګریزو کړنو محکوم شوي وو.

اعدام شوي کسان ټول د اردون اتباع دي او د شنبې په ورځ سهار د پلازمېنې عمان ښار په سوېل کې په یوه زندان کې په دار وځړول شول.

پنځه کسان چې ویل شوي ترهګرۍ په تور نه دي اعدام شوي، په جنسي تېري او جنسي بریدونو مجرم پېژندل شوي وو.

+ د بمي چاودنې له امله د اردن شپږ سرتېري وژل شوي

دا په اردن کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر اعدامونه دي چې ترسره کېږي. دغه هېواد د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د اعدام سزا درولې وه، خو هغسې چې خبریالان وایي، په تېرو دوو، درېیو کلونو کې د جرمونو ګراف کې لوړوالی راغلی او همداراز د عراق او سوریې ناارامیو د دغه هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړی، نو اردن د اعدام سزا بیا پیلول په پام کې نیولي.

د اردن کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، کوم کسان چې د ترهګریزو کړنو په جرم د شنبې په ورځ په دار وځړول شول په ترتیب سره هغه محکومان و چې په ۲۰۰۳ کال کې بغداد کې د اردن پر سفارت برید؛ په ۲۰۰۶ کال کې په امفي تیاتر کې پر ګرځندویانو برید؛ په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو په یوه کمپ کې پر امنیتي مامورینو برید او تېر کال د اردنۍ لیکوالې ناهید هاتر په وژنه کې مجرم پېژندل شوي و.

اردن کې د شنبې ورځې پر اعدامونو د بخښنې نړیوال سازمان اعتراض کړی دی.

بیروت کې د بخښنې نړیوال سازمان د دفتر مرستیالې سماح حدید ویلي؛ "په دومره پراخه کچه د اعدامونو ترسره کول او هغه هم په پټه، هیښوونکی دی. دا هم د اردن او هم د اعدام سزا بندولو فعالانو لپاره د شا پر لور یو ګام بلل کېږي."

+ "اسلامي دولت" ډلې د اردن پر پوځ ځانمرګی برید کړی

+ په اردن کې د اخوان المسلمين مرکزي دفتر وتړل شو

اړونده مطالب