برتانیا کې د ۱۳ ترهګریزو بریدونو "مخنیوی" شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption برتانوي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو دنده سخته شوې ده.

د برتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو یو مهم چارواکي وايي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۳ کال له جون راهیسې د ۱۳ سختو ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.

مرستیال کمېشنر مارک راولي دا هم وايي، چې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ پلټنې هر وخت روانې وي.

نوموړي دا څرګندونې د هغې غوښتنې پر مهال وکړې چې پکې یې د شکمنتیا په هکله د عامه خلکو همکاری غوښتله.

* داعش کلابند کړي برتانوي ولې ځان وواژه؟

* تر میلیون ډېر برتانویان وايي ټرمپ دې دلته نه راځي

* د برتانوي پوځ افغان ژباړونکی وايي بې عدالتي ورسره شوې

د مارک راولي په خبره، د خلکو معلوماتو له پولیسو سره د دریمه برخه خوار ډېرو خطري پلټنو پر مهال مرسته کړې.

"دا ډول معلومات د یو چا د چلند بدلېدلو یا د چا د کړو وړو د شکمنتیا په هکله دي. د داسې معلوماتو له مخې بیا پلټنې شوې دي".

دغه برتانوي چارواکي دا هم ویلي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نږدې هره ورځ د دې پلټنو له مخې نیونې شوې دي.

د انځور حقوق Alamy
Image caption برتانوي چارواکي وايي د دا ډول بریدونو ډېره وېره له اسلامي دولت ډلې ده، خو القاعده هم خطرناکه ده.

د ښاغلي راولي په خبره، د پټو اړیکتیايي رودو، پروپاګنډا او او د مختلفو عامه بریدونو د ډول په ګډون پولیس له ګواښونو او ننګونو سره مخ دي.

"اوس موږ د چاکو له ګوزار نیولې د موټر کارولو او نورو ډول ډول بریدونو څخه اندېښمن یو. دا په دې مانا ده چې دنده مو ډېره سخته شوې ده".

مارک راولي دا هم ویلي چې دا ډول ډېرو بریدونو ګواښ د اسلامي دولت نومې ډلې له خوا شوی، خو ځینې کارپوهان وايي، چې القاعده هم یو خطر پاتې شوې ده.

ورته مطالب