"د ډیورنډ دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ سوداگري او راشه درشه د توندلارۍ مخه نیولی شي"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پاکستان کې له وروستیو بریدونو وروسته دغه هېواد له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې دي.

پاکستانۍ ډان ورځپانې پر ډيورند کرښې افغانستان ته د غځېدلو لارو د تړل کيدا په تړاو يوه شننه خپره کړې چې وايي:

په لاهور، چارسده او سند ايالت کې له يو شمېر بريدونو وروسته د پاکستاني چارواکو له لوري افغانستان ته د ورغلو لارو تړل په پراخه کچه داسې يو غبرگون بلل کېږي چې پر سوچ نه بلکې احساساتو ولاړ دى.

مطلب کې راغلي افغانستان په وچه کې د ايسار او پر صادراتو ډېر تکيه هېواد په توگه ښه دليل لري چې د سوداگرييزو توکو په لېږد کې د اوږده ځنډ او له کراچۍ نيولې تر تورخمه پورې له سوداگرو د باج اخيستنې په تړاو شکايت وکړي.

ليکوال وايي، په ايکو غونډه کې چې موخه يې له اقتصادي پلوه د سيمه ييزو هېوادونو سره نښلول دي، د افغان مشرانو نه گډون د پاکستان پر دغه نوښت شک څرگندولو په مانا ده.

ليکوال زياتوي له يوه داسې هېواده چې له نورو گاونډيو سره د سوداگرۍ د پياوړتيا هڅه کوي دا تمه نه کېږي چې په يو اړخيزه توگه د خلکو تگ راتگ او د سوداگرييزو توکو لېږد مخه ډپ کړي.

د ايکو په غونډه کې د افغان ولسمشر له نه گډون يوه موخه دا وه چې د دغې ټولنې غړو هېوادونو ته څرگنده شي هغه هېواد چې د منځنۍ اسيا لوى بازار ته لاسرسى غواړي د سيمه ييزو هېوادونو پرېکړې ته ډېر درناوى نه کوي.

ليکوال په دې باور دى چې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ سوداگري او راشه درشه د توندلارۍ مخه نيسي او که يې مخه ډپ شي نو اورپکو ته گټه رسوي.

ليکوال خپله شننه له دې پوښتنې سره پاى ته رسوي چې ايا اسلام اباد به په دې حقيقت پوه شي چې منځنۍ اسيا ته لار له افغانستان تېرېږي؟.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلوڅان وایي، د نرېندر مودي په څېر حامد کرزی هم د دوی په تړاو ورته لیدلوری لري.

دغې هندۍ ورځپاڼې ليکلي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او بېلتونپال بلوڅ مشر مير سليمان احمدزي ـ چې په خان کلات مشهور دی - په لندن کې سره کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا دواړه مشران په بلوچستان کې له بشري حقونو ادعا شويو سرغړونو ته د نړېوالو د پام ور اړولو پر لارو چارو سره وغږيدل.

ورځپاڼه وايي خان کلات چې په برتانيا کې ژوند کوي دا موضوع يې د برتانيا په مشرانو جرگه کې جوړ شوي يوه سيمينار کې هم راپورته کړې وه. نوموړي وروسته رسنيو ته ويلي و چې د مرستې غوښتنې لپاره به هند ته هم ورشي، او نرېندرا مودي يې د بلوڅانو ملگرى بللى و.

هندوستان ټايمز د خپلو سرچينو د ويناو پر بنسټ ليکلي چې افغان ولسمشر حامد کرزى هم د بلوچستان په تړاو نرېندارا مودي ته ورته ليد لورى لري.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د ناټو تړون له اروپايي غړو غوښتی چې پوځي بودیجه زیاته کړي.

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې ليکلي چې د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په پېر کې جرمني هم د خپلو پوځيانو پر شمېر ډېرولو بحث پيل کړى.

ورځپاڼه وايي جرمنانو له اوږدې مودې راهيسې د پوځ لويولو وړانديزونه نه و منلي، خو اوس چې ولسشمر ټرمپ د امريکا پر اېتلافي هېوادونو فشار راوستى چې د خپلې دفاع لپاره پخپله ډېر مسووليت په غاړه واخلي نو جرمني هم دغه راز بحثونو ته زړه ښه کړى.

ورځپاڼه زياتوي که جرمني دغه غوښتنه پوره کړي نو د اروپا د لوى اقتصادي ځواک په توگه به ژر د لوېديځې اروپا په ستر پوځي ځواک بدل شي.

په ختيځه اروپا کې د جرمن پوځ يوه وياند ورځپاڼې ته ويلي ولسمشر ټرمپ د ناټو تړون ناکاره وباله او وويل چې موږ بايد ډېر خپلواکه اوسو، نو ښايي چې موږ همداسې وکړو.