ټرمپ د شپږو هېوادونو پر وګړو د سفر بنديز نوی فرمان لاسليک کړ

د انځور حقوق PressSEC
Image caption د نوي فرمان له مخې پر کډوالو د څلورو میاشتو لپاره بنديز لګول شوی او دغه حکم به د مارچ مياشتې له ۱۶ نېټي څخه عملي کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوی قانون لاسليک کړی او د هغو شپږو هېوادونو پر وګړو يې امريکا ته په ورتلو د دريو مياشتو لپاره بنديز لګولی چې ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي.

د دغه قانون له مخې هغه خلک چې له وړاندې ويزې لري کولی شي امريکا ته سفر وکړي.

د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د ټرمپ مسافر شړلو امر ځنډولی

ټرمپ د کډوالۍ له امر سرغړوونکې لویه څارنواله ګوښه کړه

امریکا ته د اوو هېوادونو پر وګړو د تګ بندیز "لیرې شو"

په دغو هېوادونو کې ايران، ليبیا، سوريه، سوماليا سودان او يمن شامل دي.

په مخکيني فرمان کې عراق هم د بنديز لګېدليو هېوادونو په لست کې شامل و خو په نوي فرمان کې د عراق نوم ترې ايستل شوی دی.

د نوي فرمان له مخې پر کډوالو د څلورو میاشتو لپاره بنديز لګول شوی او دغه حکم به د مارچ مياشتې له ۱۶ نېټي څخه عملي کېږي.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې دې ته ورته د يوه فرمان له امله د هېواد په بېلابېلو برخو کې لاريونونه وشول او د امريکا پر هوايي ډګرونو ډېره ګډوډي رامنځ ته شوې وه. خو وروسته دغه فرمان د محکمې له خوا رد کړل شو.

Image caption په مخکيني فرمان کې عراق هم د بنديز لګېدليو هېوادونو په لست کې شامل و خو په نوي فرمان کې د عراق نوم ترې ايستل شوی دی

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل نوي فرمان کې ايران يو د "ترهګرۍ له ملاتړو هېوادونو" بللی دی چې د بېلابېلو "ترهګرو ډلو لکه د لبنان د حزب الله، حماس او په عراق کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي".

نوموړي پر ايران نيوکه کړې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امريکا ملاتړ نه کوي.

ورته مطالب