امریکا جنوبي کوریا کې د توغندیو دفاعي سیستم جوړول پیل کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption 'تاد' سیستم ۱۵۰ کیلومتره لوړ هدف ویشتلای شي

د امریکا پوځ وايي، په جنوبي کوریا کې یې د توغندیو د یوه لانجمن دفاعي سیستم ځای پرځای کول پیل کړي دي. د "تاد" په نوم ددغه دفاعي سیستم موخه د شمالي کوریا له خوا د ګواښونو مخنیوی ښودل شوی.

یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو په ماتولو سره د بالیستیک ۴ توغندي وازمویل.

خو ددغه غونډال (سیستم) ځای پرځای کولو پروګرام نه یوازې د شمالي کوریا د حکومت د غوسې راپارولو لامل شوی، بلکې په جنوبي کوریا او سیمه کې یې هم غوسه پارولې ده.

چین دا د امریکا تېری ګڼلی او په جنوبي کوریا کې ګڼ پر دې اند دي چې د سیستم شاوخوا وګړي به په وېره کې ژوند کوي.

د ش. کوریا له توغندي ازمویلو وروسته ټرمپ د جاپان بشپړ ملاتړ اعلان کړ

"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

په ارام سمندر کې د امریکا قومندانۍ د دوشنبې په ورځ وویل، د شمالي کوریا تازه ازموینې "تېر کال زموږ د ایتلاف له خوا د هغې هوکړې د عملي کولو پیلامه ده، چې په جنوبي کوریا کې به "تاد" سیستم لګوو".

ددغه مرکز قومندان او سمندري قومندان هري هریس وویل: "موږ له جنوبي کوریا سره د ایتلاف پر ژمنو قاطعانه عمل کوو او له خپل ځان، د امریکا له خاورې او خپلو ملګرو دفاع کولو ته چمتو یو".

د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د دفاعي سیستم د ځای پرځای کولو پر پروګرام هوکړه شوې وه.

امریکا په جنوبي کوریا کې کابو ۲۴ زره پوځي کارکوونکي لري.

د انځور حقوق AP
Image caption د شمالي کوریا تازه ازموینې د جنوبي کوریا تلوېزیون کې ښودل شوې

تاد (Terminal High Altitude Area Defense System) سیستم څه شی دی؟

  • لنډ او منځنی واټن ویشتونکي توغندي په وروستي پړاو کې هدف ته له رسېدا وړاندې لوېږي.
  • له داسې ټکنالوژۍ ګټه پکې اخیستل شوې، چې جنګي سروکي په هوا کې له منځه وړي.
  • ۱۵۰ کیلومتره لوړ هدف ویشتلای شي.
  • امریکا وړاندې هم په ګوام او هاوايي کې دا ډول توغندي د شمالي کوریا د ممکنه بریدونو پروړاندې ځای پرځاي کړي دي.

پیونګ یانګ د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو مانورو پروړاندې به توغندي وتوغوي.

دا مانورې چې هر کال ترسره کېږي، د شمالي کوریا غوسه راپاروي؛ ځکه چې د جنوبي کوریا د بریدونو پیلامه یې بولي.

دغه هېواد د دوشنبې په ګهیځ وویل، ۴ توغندي یې د چین پولې ته څېرمه تونګچانګ ري سیمه کې توغولي دي.

د توغول شویو توغندیو ډول څرګند نه دی، خو درې یې نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره لیرې د جاپان ځانګړې اقتصادي سیمې په اوبو کې لګېدلي.

په ورته وخت کې، د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې په یوه نظر دی چې دغه تازه "ازموینې د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره ښکاره اندېښنه ده".

د انځور حقوق .

ښاغلي اوبي ویلي، موږ پر یوه خوله یو چې د شمالي کوریا ګواښ "نوي پړاو ته ننوتلی دی."

شمالي کوریا په وار وار ویلي، توغندیز او فضايي پروګرام یې سوله ییز دی، خو اټکل کېږي چې له نیمې وچې تېرېدونکی بالیستیک توغندي ته پراختیا ورکول یې امریکا ته هم رسېدلای شي.

ورته مطالب