د امریکا د ښځینه پوځیانو د لوڅو انځورونو پلټنه کېږي

د انځور حقوق ASSOCIATED PRESS
Image caption انځورونه فیسبوک کې خپاره شوي دي.

د امریکا د سمندري دفاع اداره د یو شمېر سرتېرو له خوا په فیسبوک کې د خپلو همکارو ښځینه پوځیانو د لوڅو انځورونو د خپرېدلو پلټنه کوي.

د معلوماتو له مخې د امریکا سمندري ځواکونو دا لوڅ تصویرونه په "میرینز یونایټېډ" ګروپ کې شریک کړل شوي دي.

د فیسبوک دې ګروپ د اوسنیو او متقاعدو سرتېرو ۳۰ زره غړي لرل، خو اوس بند دی.

په دې تړاو د سمندري جرایمو اړوند څانګې هم پلټنې پیل کړې دي.

* د امریکا پوځ کې د ځانوژنې کچه

* د روسیې پوځ: د پروپاګنډا ځواکمنه وسیله لرو

د انځور حقوق Getty Images

د سمندري ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي رونلډ ګرین د دې پېښې په تړاو په لیکلي بیان کې ویلي، "دا زموږ پر واک او میراث نېغ برید دی، دې پېښې همکار سمندري ځواکونه، د کورنیو غړي یې او ولس دردولی دی".

د پخواني پوځي چارواکي ټامس برینن ناحکومتي ادارې وار هاوس پر فیسبوک د دې انځورونو د خپرېدلو خبره اول ځل را پورته کړه.

په جنورۍ کې میرینز یونایټېډ دا انځورونه خپاره کړي چې پکې ښځینه پوځیانې لوڅې لغړې دي او دا هم ویل شوي چې دا پوځیانې په کومو ډلګیو او یونټونو کې دندې لري.

پر دې سربېره د فیسبوک د دې ګروپ له ملګرو دا هم غوښتل شوي چې دا ډول نور تصویرونه شریک کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا سمندري ځواکونه د مانورو پر مهال

ګوګل او فیسبوک دا ګروپ بند کړی دی، او پر خواله رسنیو یې هغه ګڼونه یا ایکاونټونه هم تړلي چې دا تصویرونه یې شریک کړي دي.

دا انځورونه په داسې میاشت کې پرلیکه شوي چې پکې لومړی ځل د امریکا سمندري ځواکونو سره د ښځینه پوخیانو د یو ځای کېدلو لړۍ پیل شوې وه.