د رواني ناروغیو ډاکټر چې پر سړکونو ناروغان لټوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د رواني ناروغیو ډاکټر چې پر سړکونو ناروغان لټوي

د جنوبي افریقا کېپ ټاون ته نژدې د کیا لیتشا په نوم یو کوچني ښارګوټی دی. د دې ښارګوټي یو نوی فارغ شوی اروا پوه د ماشومانو د درملنې په هدف سړک په سړک په خپل رنګه موټر کې ګرځي، چې د رواني ناروغیو درملنه وکړي. دی باور لري چې ډېری تنکي ځوانانو ته روحي درملنه او مشورې نه ور رسېږي او ناروغۍ یې بې درملني پاتېږي. دی وایي له دې لارې به له عامه پوهاوي سره مرسته وکړي.