امریکا: د ویکي لیکس-سي آی اې افشاګرۍ په تړاو څېړنې پیل شوې

سازمان سیا د انځور حقوق Getty Images

د امریکا فدرالې څېړنیزې او اطلاعاتي ادارې د ویکي لیکس افشاګرې ویبپاڼې لخوا د نویو خپرو شویو معلوماتو په اړه چې ادعا کېږي د امریکا مرکزي استخبارات (سي آی اې) د جاسوسۍ له سافټ ویرونو کار اخلي څېړنه کوي.

امریکایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (مارچ اتمه) وویل، ټاکل شوې د امریکا فدرال پولیس (اف بي آی) او د استخباراتو مرکزي اداره (سي آی اې) په ګډه په دې اړه څېړنه وکړي.

سره له دې سپینې ماڼۍ، سي آی اې او اف بي آی د ویکي لیکس لخوا د افشا شویو اسنادو سموالي په تړاو د غبرګون ښوولو لپاره ټولې غوښتنې بې ځوابه پرېښې دي.

ورته وخت کې د سي آی اې یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، "د امریکا خلک باید د ویکي لیکس له هرډول افشا کولو په ژوره توګه د خطر احساس وکړي، ځکه چې دا ډول افشاګرۍ د امریکا استخباراتي ادارو ته د زیان رسولو لپاره طرحه شوي ترڅو له ترهګرو او دښمنانو د امریکا د خلکو ساتنې لپاره ددغو ادارو توان کم کړي. دا ډول افشاګرۍ نه یوازې استخباراتي ځواکونو او عملیاتو ته زیان رسوي، بلکې زموږ دښمنان موږ ته د زیان رسولو لپاره په اطلاعاتو او ابزارو تجهیزوي."

د سه شنبې په ورځ ویکي لیکس زرګونه محرم اسناد خپاره کړل چې ادعا کېږي د هغو سافټ ویرونو جزییات دي چې سي آی اې په پراخه کچه ترې د کمپیوټري وسایلو هک کولو لپاره کار اخلي.

د ویکي لیکس په ادعا دا "سایبري وسلې" په کمپیوټرونو او ځېرکو ټېلفونو او همداراز په کورني توکو لکه ځېرکو ټلوېزیونونو او ان د انټرنیټ موډمونو کې د سي آی اې د نفوذ لپاره کارول شوي دي.

+ ویکي لیکس 'د سي آی اې سایبري جاسوسۍ ابزار' افشا کړل

+ د نړۍ ځینو مشرانو په تړاو میلیونونه حقوقي او مالي سندونه افشا شوي

د ویکي لیکس د راپور له مخې، ددغو نفوذي سافټ ویرونو ځینې خپله د سي آی اې لخوا جوړ شوي، خو ویل کېږي چې د بریتانیا د کورنیو اطلاعاتو ادارې (ام آی فایف) هم پر سامسنګ ټلوېزیونونو د برید لپاره د جاسوسۍ یوه سافټ ویر په جوړولو کې رول لرلی دی.

ادعا شوې چې سي آی اې د سامسنګ ځیرکو ټلویزیونو کې د نفوذ یوه لاره موندلې ده چې کولی شي دې ټلویزیونو ته نژدې ناستو کسانو خبرې واوري.

ورته وخت کې د الکترونیکې نړۍ لویو شرکتونو اېپل او سامسنګ دغو افشاګریو ته په غبرګون کې ویلي، هڅه کوي هغه لارې ومومي چې دا ډول ناوړه سافټ ویرونو ته پکې د نفوذ احتمال شته او "ددوی د مشتریانو د اطلاعاتو ساتل یې لا هم" له لومړیتوبونو دی.

د امریکایي چارواکو په وینا چې د هویت پټ ساتل کېدو په شرط یې رسنیو سره خبرې کړي، په دې اړه څېړنه او پلټنه بهر ته د سي آی اې محرمانه اطلاعاتو راوتلو او ویکي لیکس ته دغو فایلونو رسېدو پر څرنګوالي تمرکز سره ترسره کېږي.

ویکي لیکس وایي، کومې سرچینې چې دا معلومات د خپرولو په موخه ددوی په واک کې ورکړی، ددې بحث راپورته کول غواړي چې ایا د سي آی اې د هک کولو توان ددغې ادارې له اختیاره ورتېر شوی؟

د بي بي سي د ټکنالوژۍ چارو خبریال مارک وارډ وایي، د سي آی اې د معلوماتو په ذخیره کې شته چې ډېره برخه یې لکه ځیرکو ټلویزیونونو ته ظاهرا بریالی نفوذ، د حیرانتیا خبره نه ده. تر دې وړاندې هم هکرانو په یوازې سر توانېدلي ورته کار وکړي، نو په دې توګه د یوې استخباراتي ادارې مامورین کولی شي له معمولي هکرانو یو ګام مخته وي.

د بي بي سي د ټکنالوژيکي چارو خبریال په وینا، دا احتمال شته چې سي آی اې د "ناوړه سافټ ویرونو" جوړولو باندې میلیاردونه ډالر لګولي وي.

مارک وارډ باور لري کوم څه چې د سي آی اې د هکرانو له توانایۍ ډېر اندېښمنوونکی دی، کمپیوټري سیسټمونو ته د نفوذ لارو په اړه د معلوماتو نه خپرېدل دي. دا خبره کېدای د سایبري مجرمانو لخوا په ناوړه توګه وکارول شي.

ویکي لیکس ویلي، خپاره شوي معلوماتو د هغو معلوماتو یوه برخه ده چې غواړي د سي آی اې سایبري فعالیتونو په اړه یې خپاره کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب