اسټرالیا کې ښځینه ترافیکي اشارې

اسټرالیا کې ښځینه ترافیکي اشارې د انځور حقوق Getty Images
Image caption فعالان وايي د هغو کسانو لپاره چې د ښار له سړکونو پلي تېريږي باید پر ترافیکي اشارو د نارینه وو او ښځینه وو د تصویرونو شمېر برابر وي

اسټرالیا کې د ښځینه بڼې له ترافیکي اشارو فعالولو وروسته د جنسیتي مساواتو یو کمپاین پیل شوی دی. هغه فعالان، چې ملبورون ښار کې یې په سوداګریز بنسټ دغه چاره پیل کړې وايي، هدف یې د ' د بې پامه تبعیض ' له منځه وړل دي.

دغه سګنلونه د ښار په مرکزي برخه کې لسو ځایونو کې لګول شوي دي او په اړه یې مختلفې څرګندونې کېږي. هغه کسان چې پر دغه چاره نیوکه کوي وايي، 'دا داسې څه دي، چې اړتیا ورته نه لیدله کېږي. '

د انځور حقوق @SUSANMAURY
د انځور حقوق @PATRICKMCNALLYHD

خو فعالان بیا وايي 'د هغو کسانو لپاره، چې د ښار له سړکونو پلي تېريږي باید پر ترافیکي اشارو د نارینه وو او ښځینه وو د تصویرونو شمېر برابر وي. '

د کمیټي فار ملبورون یا د ملبورون لپاره کمېټۍ مشر مارټین لیټز نومې ډله، چې دغه اشارې ځای پر ځای کوي په دې باور دی، چې 'بې پامه تبعیض فکرونه پخوي او پر ورځنیو پرېکړو اغېز کوي. '

نوموړی ادعا کوي، چې دغه اشارې به په مثبت او عملي انداز دغو مسایلو ته د خلکو پام واړوي. دغه پروګرام چې ځايي چارواکو تایید کړی دی د تجربې په هدف د ۱۲ میاشتو لپاره پیل شوی دی، خو په اړه یې ټول ښاریان یوه خوله نه دي.

۱۰۲ کلن ساینسپوه د دفتري کار د ځای پر سر جنجال وګاټه

اسټرالیايي زدکوونکو ته د "نارینه حقونو" زدکړې پیلېږي

د ملبورن ښاروال رابرټ ډوییل هیرالډ سن خبري شبکې ته ویلي، چې ''زه د جنسیتي تبعیض له منځه وړلو لپاره هر ډول هڅې او هاند کولو ته چمتو یم، خو ایا رښتیا هم؟ ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فعالانو مشر مارټین لیټز ادعا کوي، چې دغه اشارې به په مثبت او عملي انداز دغو مسایلو ته د خلکو پام واړوي

نوموړی وايي، ''فکر کوم له بده مرغه دغه ډول ډېرې کړنې یوازې د ټوکو ټکالو سبب کېږي. '' بل لور ته ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر کسانو پر دغه پروګرام نیوکې کړې.

ویکټوریا کې د ښځو مسایلو د حل لپاره فعالیت کونکې فیونا ریچارډسن وايي، ''ډېرې په ظاهره کوچنۍ، خو په سمبولیک ډول مهمې چارې شته، چې له کبله یې د ولسي ګڼې ګوڼې له ځایونو ښځې بهر کېږي. ''

نوموړي وايي دا په عام محضر کې د ښځو ګډون لپاره خورا مناسبه چاره ده. دغه اشارې د ښځو له نړیوالې ورځې مخکې ځای پر ځای شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب